د ترکيې د خبريالانو ډله وايي: نړۍ د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو له لارې د چين په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-25 15:09:43

د بېلا بېلو هېوادونو لسګونه زره خبريالان د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې راغونډ شوي دي. دغه راز ترکيې هم د اولمپيک لوبو په اړه د خبرونو او راپورونو د ليکلو په موخه زيات شمېر خبريالان بېجينګ ته رالېږلي دي. دغو خبريالانو د اولمپيک لوبو د پای ته رسېدو له امله خپل کارونه پای ته ورسول.

( لومړی اواز)

د ترکيې خبريالان چې په وروستيو شلو ورځو کې د اولمپيک لوبو د خبرونو او راپورونو په ليکلو بوخت دي يو بل ته يې د کارونو د برياليتوب مبارکي وويله. د ترکيې نژدی شلو خبري رسنيو د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د خبرونو او راپورونو د ليکلو لپاره زيات خبريالان رالېږلي دي. د هوريايت ورځپاڼې د سپورتي چارو چارواکي ښاغلي ايست اليماير چې په دې برخه کې پنځه دېرش کلنې تجربې لري، د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه وويل

( دوهم اواز)

لومړی، زه بايد بېجينګ ته مبارکي ووايم چې په کې د اولمپيک تر ټولو بريالۍ لوبې تر سره شوې دي. د بېلګې په توګه، سپورتي سټېديمونه او جمنازيمونه يې پرمختللي او بشپړ دي، د بېلا بېلو خبري رسنيو لپاره خدمتونه يې ډېر په زړه پورې او موږ

ته زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي. ويل کېږي چې بېجينګ ټولو نړيوالو ته د اولمپيک بشپړې لوبې برابرې کړې دي.

د ترکيې د راډيو او ټلويزيون د ملي ټولنې د مطبوعاتي چارو مشر ښاغلي يوکسيل ديګرکان په دې اړه داسې وويل

( درېيم اواز)

د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د بهرنيو خبري رسنيو د هرکلي کارونه ډېر ښه دي. زموږ د اوسېدو او تګ راتګ شرايط ډېر بنډ دي او د مطبوعاتي مرکز کاري چاپېريال هم په زړه پورې دي. که څه هم موږ مسلمانان يو، خو د خوړو په برخه کې له هېڅ ستونزې سره مخامخ نه يو. د دې تر څنګ د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې زموږ مرکې ډېرې ازادې دي او هر بهرنی خبريال کولای شي د خپل پلان له مخې مرکه وکړي. په چين کې زموږ کارونه په روانه او بريالۍ توګه تر سره شوي دي.

د ترکيې د راډيو او ټلويزيون ملي ټولنې چين ته نژدی پنځوس خبريالان رالېږلي چې زياتره يې مشهور او تجربه لرونکي خبريالان دي. د بېلګې په توګه ښاغلی زافير اکيول په ترکيه کې د يو ډېر مشهور سپورتي خبريال په توګه ګڼل کېږي چې د اولمپيک د څو دورو لوبو په اړه يې زيات پروګرامونه جوړ کړي و. ده زموږ خبريال ته وويل چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به په دايمي توګه د ده په خاطرو کې پاتې وي.

( څلورم اواز)

زما په فکر د بېجينګ اولمپيک لوبې تر ټولو بريالې دي. تشکيلاتي کارکوونکيو د ترانسپورت او داوطلبانه کارونو په اړه يې زيات کوښښونه کړي دي.

د ترکيې ځيني خبريالان د لومړي ځل لپاره بېجينګ ته راغلي دي. دوی د بېجينګ د معاصرې بڼې په اړه ډېره زياته حيرانتيا څرګنده کړه. ښاغلي يوکسيل په دې اړه وويل

( پنځم اواز)

موږ نه يوازې د اولمپيک لوبو په اړه زيات خبرونه او راپورونه ليکلي، بلکې د بېجينګ د تاريخي کلتور، منظره لرونکيو سيمو او معاصر پرمختګ په اړه زيات معلومات د ترکيې کتونکيو ته وړاندې کړي دي. له دې مخکې، د ترکيې وګړيو د چين په اړه لږ لږ معلومات درلودل، خو زه باور لرم چې زموږ د کوښښونو له لارې د ترکيې وګړيو چين ډېر خوښ کړي دي.

د ترکيې خبريال ښاغلي کاميل ايردوګدو چې په چين کې يې څه دپاسه لس کاله کار کړی دی، په بېجينګ کې ستر بدلون احساس کړی او هيله يې څرګنده کړه چې د ده او د ترکيې د نورو خبريالانو د کوښښونو له لارې ټولو نړيوالو ته د بېجينګ په اړه زيات معلومات وړاندې کړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د پروګرام ننني کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې د اورېدنې له امله ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040