ليو چي وويل بېجينګ بايد د معيوبينو د اولمپيک لوبو بېلا بېلې تياريانې تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-26 17:58:25

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست شپږويشتمه نېټه د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو پرانيستلو ته د يوولسمې ورځې له پاتی کېدو سره برابره وه. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې مشر ليو چي په همدې ورځ په يوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې بايد د معيوبينو اولمپيک لوبو بېلا بېلې تياريانې تر سره شي.

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبې به د راتلونکی سپتمبر په شپږمه نېټه پرانيستل شي او د ١٥٠ هېوادونو او سيمو څه نا څه څلور زره لوبغاړی به پکی ګډون وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040