د جاپان د پينګ پانګ مشهوره لوبغاړې فوکوهارا ای

cri     (GMT+08:00) 2008-08-27 15:57:00

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او نننی پروګرام ته مو هر کلی کوي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پينګ پانګ په سياليو کې د جاپان يوه لوبغاړې چې فوکوهارا ای نومېږي ، ګڼ شمير چيني مينه وال راجلب کړی دی. که څه هم دې په دغو لوبو کې هيڅ مډال نه دی ګټلی، خو په سياليو کې يې تر نورو بهرنيانو د نندارچيانو لا زياته پاملرنه تر لاسه کړې ده. نو په دې پروګرام کې به تاسو ته د فوکوهارا ای په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم.

فوکوهارا ای چې عمر يې نولس کاله دی ، له چين سره نژدی تړاو لري. د دې پلار او مور هيله درلوده چې خپله لور د پينګ پانګ په لوبو کې ښه پايله لاس ته راوړي. نو فوکوهارا ای په ماشومتوب کې له خپل پلار او مور سره يو ځای چين ته ورغلې ده. فوکوهارا ای له اوه کلنۍ څخه هر کال چين ته ځي. د چين د اولمپيک اتل چين لونګ څان په ګډون د يو شمير چيني روزونکو لارښوونه يې منلې ده .

فوکوهارا ای د يوولسو کالو په عمر کې د جاپان په دولتي لوبډله کې شامله شوه. په ٢٠٠٣ کال کې فوکوهارا ای چې په هغه وخت کې يې څوارلس کلنه وه ، د پينګ پانګ د نړيوالې اتلوالۍ اتم مقام ونيو چې د دغې اتلوالۍ په تاريخ کې تر ټولوځوانه اتله وګرځېده . فوکوهارا ای د خپلو کوښښونو او په سياليو کې د ښو پايلو له لارې د چين او جاپان د نندارچيانو مينه راجلب کړی ده.

فوکوهارا ای د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د جاپاني

لوبډلې بيرغ والا وه . هغې د بيرغ والا د ټاکل کېدو په اړه داسی وويل:

کله دغه خبر مې واورېد چې د خپل هيواد د لوبډلې بيرغ والا وټاکل شوم ، باور مې پرې نه درلود. ځکه چې هيڅکله مې په اولمپيک لوبو کې د سرو زرو مډال نه دی تر لاسه کړی ، دا زما وياړ دی.

رښتيا ده چې فوکوهارا ای د چين او جاپان د خلکو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ د يوې استازې په توګه بلل کېږي. د روان کال په می کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جاپان د توکيو په واسيدا پوهنتون کې په ٢٠٠٨ کال کې د چين او جاپان د ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ کال له پرانيستونکو مراسمو وروسته په ځانګړی توګه له فوکوهارا ای سره د پينګ پانګ لوبه وکړه چې دا د دغه پوهنتون يوه زده کوونکې هم ده .

د چين د هه بې ولايت د پينګ پانګ مينوال وانګ يا چي د فوکوهارا ای د يادونې په وخت کې وويلډېره مهمه خبره خو دا ده چې فوکوهارا ای د چين او جاپان ترمنځ د دوستانه اړيکيو د ټينګېدو په برخه کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. بله دا چې فوکوهارا ای د ماشوم په شکل ښکلې څيره لری .

څرنګه چې فوکوهارا ای د دوولسو کلونو راهيسې په چين کې د پينګ پانګ په سياليو او روزنو کې ګډون کړی ، نو هغه په روانه چيني ژبه خبرې کولی شي.

فوکوهارا ای د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پينګ پانګ د ښځينه ډله ايزې سيالي په پيل کې خپل لوړ مهارت نه دی ښودلی ، نو ډيره خفه وه. خو کله چې يې له اتريش سره په سياليوکې ښه پايله تر لاسه کړې او خپله لوړه سويه يې ښودلې ده ، نو

په شونډو کې يې موسکا خپره شوه . دې وويلهر کس د اولمپيک لوبو په سياليو کې فشار لري. په پيل کې مې د دغه فشار د

لېري کولو لپاره کومه ښه لاره نه ده غوره کړې ، نن زما سويه په پوره توګه ښودل شوېده ، خو ناوخت دی .

کله چې د جاپان لوبډله د دريم مقام د ګټلو په سياليو کې د کوريا جمهوريت د لوبډلې لخوا ماته شوه ، فوکوهارا ای وژړله او خبريال ته يې وويل چې موږ هيله لرو چې دغه برونزی مډال تر لاسه کړو. ځکه چې د جاپان د پينګ پانګ لوبډلې هيڅکله د اولمپيک په لوبو کې مډال نه دی تر لاسه کړی. زموږ سپين ږيری روزنکی به د بېجينګ د اولمپيک له لوبو وروسته متقاعد شي. هغه يو ډير ښه روزنکی دی. هيله من يو چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو برونزی مډال د سوغات په توګه هغه ته ورکړو. خو نن ورځ دغه هيله نه ده تر سره شوې.

د اګيست په يوويشتمه نېټه د چين لوبغاړی جانګ يې نينګ په يو کسيزه سيالي کې فوکوهارا ای ته هم ماتی ورکړه . له دغې سيالي وروسته فوکوهارا ای وويلد بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې ګډون زما په ماشومتوب کې يو خوب و. په دغو لوبو کې له خپلو پايلو څخه راضی يم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040