بيجينګ د پاکستان د سپورتی کمېټې مشر په سترګو کې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-27 19:28:07

د پاکستان د اولمپيک لوبو لوبډله چې د پنځه ديرشو غړيو له خوا جوړه شوې، د اګيست په لومړی نېټه د بيجينګ اولمپيک لوبو کلي ته ورغله. څو ورځې مخکې د پاکستان د سپورتی کمېټې مشر اختر کانجيرا د چين د نړيوالې راډيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل په پاکستان کې يې د بيجينګ د اولمپيک لوبو جمنازيمونه او سپورتی ډګرونه په عکسونو کې کتلي دي، خو په خپلو سترګو د مرغانو ځالې او د اوبو معکب په نامه د ستيديومونو له ليدلو وروسته يې له خيال څخه وتلی احساسات درلودل. هغه وويل (اواز)

د بيجينګ د اولمپيک لوبو د ستيديومونو ديزان ډېر تازه دی چې ويل کيږي په ټوله نړۍ کې ساری نشته. په تيره بيا د مرغانو ځالې ستيديم ډېر ښکلی دی، زيات شمېر وګړي د مرغانو ځالې په ستيديم کې عکسونه اخلي. د اوبو معکب ستيديوم زما او د نورو پاکستانی لوبغاړيو زيات خوښ شو. دغه ستيديم خلکو ته داسې احساسات ورکوي لکه چې له کنګل څخه جوړ شوئ دي.

د بيجينګ د اولمپيک لوبو د ستيديومونو سربيره د چين حکومت د اولمپيک لوبو د کلي د أبادی په برخه کې هم زياتې هڅې کړي دي. ښاغلي کانجيرا د اولمپيک لوبو په کلي کې له تېرو لسو ورځو راهيسې د اوسيږي او خپل احساسات يې داسې څرګند کړل. هغه وويل (اواز)

د چين حکومت د بيجينګ د اولمپيک لوبو تر سره کولو لپاره ډېرې هڅې کړي دي. زما له نظر په يو أسيايي هيواد کې د اولمپيک لوبو تر سره کول د ټولې أسيا لپاره يو

وياړ دی. سربيره پر دې د چين حکومت د تياريانو کارونه په بشپړه او جدی توګه تر سره کړي دي، د اولمپيک لوبو په کلي کې د خوړلو او اوسيدو شرايط ټول ښه دي او د چين د دودونو او ځانګړي کلتوري چاپيريال تر سترګو کېږي.

ښاغلي کانجيرا وويل زموږ د لوبډلې غړي له راتلو مخکې په دې انديښمن و چې د بيجينګ اولمپيک لوبو په کلي کې په حلال خوراکونه او يا هم به هلته جوماتونه دي که نه. خو د اولمپيک لوبو په کلي کې له اوسيدو وروسته د دوی ټولې انديښنې ليری شوي. هغه وويل که څه هم چين اسلامی هېواد نه دی، خو دوی ته د چين له خوا برابر شوی خدمتونه ډېر ښه دي. هغه د لومړي ځل لپاره په يو غير اسلامی هيواد کې بير ته خپل کور ته د راتلو احساسات لري. ده وويل (اواز)

د بيجينګ اولمپيک لوبو کلی د مسلمانو لوبغاړيو ته بيلا بيل ډول ځانګړی خوراکونه برابر کړي دي. زه پکې د ډوډی خوړلو هيڅ اندپښنه نه لرم. چين ته له راتګ مخکې ما انديښنه درلود چې په کوم ځای کې لمونځ وکړم، ما په خوشحالۍ سره وليدل چې د اولمپيک لوبو په کلي کې جومات شته او زه په کلي کې لمونځ کولای شم. زما يو چينی مسلمان ملګري راته وويل چې په بيجينګ کې اوويا جوماتونه شته. زه اوس احساسوم چې په چين کې زموږ په ژوند کې ډېرې اسانتياوې شته لکه څنګه چې په نورو اسلامی هيوادونو کې وي.

نوموړي وويل په بيجينګ کې د چينايانو ميلمه پالنه پر ده باندې ژوره خاطره پرې ښودلی ده. کانجيرا وويل پاکستان د چين ورور دی او د دواړو هېوادونو تر منځ دوستي د وګړيو په زړونو کې ټينګه دي. هغه هيله څرګنده کړه چې د بيجينګ اولمپيک لوبې به د دواړو هېوادونو د وګړيو تر منځ د تفاهم او دوستی په ټينګښت

کې زيات رول ولوبوي. هغه وويل (اواز)

کله چې چينايان په دې خبر شول چې زه له پاکستان څخه راغله يم، نو دوی ما ته وايي چې پاکستان د چين دوست دی او چين له پاکستان څخه ډيره مننه کوي چې د سه چوان ولايت له زلزلې وروسته يي تر وسی پورې د ناورين ژغورنې لپاره له چين سره مرسته کړې ده. زما په نظر چينايان ډېر مهربانۍ او ميلمه پال دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040