د ويتنام د سپورتی پلاوي مشر وويل د بېجينګ اولمپيک لوبو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی دي

cri     (GMT+08:00) 2008-08-27 19:28:36

 د بېجينګ اولمپيک لوبې د اګست په څلورويشتمه نېټه پای ته ورسېدلی. بېجينګ د اوو کلونو په کششونو سره نړۍ ته د سپورت يوه لويه او په زړه پورې ننداره وړاندی کړه. بېجينګ د هر کس په زړه کې ښه خاطره پرېښی ده. د ويتنام د سپورتی پلاوي مشر هوانګ وين ګيانګ د اولمپيک په څلورو دورو لوبو کې ګډون درلود او و يې ويل د بېجينګ اولمپيک لوبو ده ته ډېر ژور يادګار ور کړ. هغه په بېجينګ کې په څه نا څه لس ورځنی ژوند کې احساس کړ چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه بېلا بېلو کارونو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پرانيستلو مخکې، ښاغلي هوانګ وين ګيانګ خبريالانو ته ويلی و چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به بريالی شي او دا ريښتنی شوی ده. هغه زموږ راډيو سره د مرکې په ترڅ کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د ترتيبولو کارونو په اړه وويل (اواز١)

د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شوې دي. زما په اند دغو لوبو د ويتنام سپورتي پلاوي په شمول ټولو ګډون کوونکيو ته ډېره ښه خاطره پرېښی ده او چين د دې لپاره زياتې هڅې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې چين د اولمپيک سټيديومونو د جوړونې په برخه کې ډېر زيار ايستلی دی، د مرغانو ځاله او د اوبو مکعب په نامه جمنازيمونه د حيرانتيا وړ دي. د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې استعمال شوی لوړ ساينس د ټولې نړۍ وګړيو ته خوشحالی ور کړه.

ښاغلي هوانګ وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پرانيستلو مخکې، د چين په سه چوان ولايت کې سخته زلزله وشوه او د اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو په ترڅ کې ځينی شورماشور رامنځته شوی و، خو چين دغې ستونزې حل کړې او نړۍ ته يې د اولمپيک يوه دوره بريالي لوبې وړاندی کړې. پر دې سربيره، د ککړتيا د مخنيوی او د ترانسپورتي مسئلې د لری کولو په برخو کې د چين هڅې د ليدو وړ دي. ده د چين د دغو کوششونو ستاينه وکړه او و يې ويل (اواز٢)

په بېجينګ کې مو هغه ککړتياوې نه دی کتلی چې پخوا د نورو کسانو لخوا تبلغات شوي وو. پر دې سربيره، ترانسپورتی مسئله په ښه توګه حل شوی. زموږ لپاره ځانګړې لارې ترتيب شوی وې چې له امله يې زموږ د موټر سرعت په هر ساعت کې شپېته کيلو مترو ته رسيداې شو. زما په اند، له دې څخه د اولمپيک لوبو لپاره د بېجينګ ښاريانو زيارونه څرګندېږی.

د ښاغلي هوانګ په نظر د اولمپيک د يوې دورې بريالی لوبې ډېر اغېزناک رول لوبوی. د بېلګې په توګه سپورت او ورزش ته ترويج ور کول کېږی، د اولمپيک هوډ او روحيه خپرېږی او د وګړيو کيفيت لوړېږی. دا به تر اولمپيک لوبو وروسته

په چين کې ښکاره شي. ده وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو په تر سره کېدو سره د ټولې نړۍ وګړيو د چين پرمختګ او هوسايۍ احساس کړی دی. د چين نړيواله بڼه به تر اولمپيک لوبو وروسته ډېره لوړه شي. هغه وويل (اواز٣)

زما له اټکل وتلی خبر دا دی چې چين د اولمپيک لوبو داوطلبانو ته د موسکا بېجينګ په نامه شعار وړاندی کړ. په بېجينګ کې مو تل د دغه موسکا په محاصره کې وو. زما په اند، دغه مسکا ننداره نه ده خو د زړه له کومې څرګنده شوی ده. دا د چينايانو ريښتينی احساسات دي. دا د شتمنيو په پرتله ډېر مهم دی، ځکه چې په دې توګه د چين او چينايانو په اړه د نړيوالو نظرونه بدل شوی دی او دا له اولمپيک لوبو د مخالف ځواک په وړاندی تر ټولو ستر برياليتوب دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040