د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو او پای د مراسمو عمومی لارښوونکی جانګ يی مو

cri     (GMT+08:00) 2008-08-27 19:50:25

ګرانو اورېدونکو، د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه پای ته ورسېدلی چې د اګست په ٨ او ٢٤ نېټې د دغو لوبو د پرانيستونکو او پای مراسمو په جلا جلا توګه د بېلا بېلو هېوادونو وګړيو ته ژوره خاطره رسولی ده. د دغو مراسمو عمومی لارښوونکی د چين د فلم مشهور لارښوونکی جانګ يی مو دی.

د اګست په ٨ نېټه د جانګ يی مو له خوا د تنظيم شوی بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستونکی مراسم تر سره شول. د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر جاکوس روګ وويل د زيات شمېر وګړيو په اند دا د اولمپيک لوبو په تاريخ کې لومړني ښکلی پرانيستونکی مراسم دی. د فرانسی د پريس اېجنسۍ د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستونکو مراسمو له لرغونې امپراتوری څخه تر لوی عصری هېواد پوری د چين غنی تاريخ څرګند کړی دی. د بريتانيا د اينديپندنت ورځپاڼې په خپله انټرنټ پاڼه کې ويلی د پرانيستونکو مراسمو په څو ساعتونو کې د چين پنځه زره کلن تاريخ او په نړۍ کې يو لومړنۍ لرغونې تمدن ننداری ته وړاندې شوی دی. د ځينو خبريالانو په اند په دغو پرانيستونکو مراسمو کې د جانګ يی مو له هنري سبک څخه پوره ګټه اخيستل شوی ده.

٥٧ کلن جانګ يی مو په ١٩٨٢ کال کې د بېجينګ د فلم پوهنځی د فوتوګرافۍ له څانګی څخه فارغ شو. په ١٩٨٥ کال کې د جانګ يی مو د عکس اخيستونکی په توګه د ژيړ ځمکی په نامه فلم په جوړولو کې ګډون وکړ. دغه فلم د چين د فلمونو د طلايی چرګ په نامه د جايزی ورکولو په ترڅ کې د غوره فوتوګرافۍ جايزه تر لاسه کړه او د هاوايی فلمونو د نړيوال فيستيوال په ګډون د نړيوالو فيستيوالونو ٣ لويی جايزی يې تر لاسه کړي دي.

ښاغلی جانګ يی مو له ٢٠٠١ کال څخه په پوره توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياری په کارونو کې ګډون درلود او په ٢٠٠٦ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو او پای مراسمو د عمومی لارښوونکی په توګه وټاکل شو. هغه وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانو په ٢ کلونو موده کې کوم فلم نه دی جوړ کړی او وروسته به په پر له پسی توګه فلمونه جوړ کړي. موږ باور لرو چې نندارچيان به تر اولمپيک لوبو وروسته د جانګ يی مو فلمونو ته زيات پام واړوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040