د امريکا د جمناستيک لوبغاړې ليو کين

cri     (GMT+08:00) 2008-08-27 20:37:41

ګرانو اوريدونکيو، يوې ښکلی نجلۍ د بېجينګ د اولمپيک لوبو د جمناستيک په ښځينه سيالۍ کې پر خلکو ژوره اغيزه کړې چې نه يوازی يې د ازاد جمناستيک ، لوړ او ټيټ پاراللو ، خرک بازی او موازنه لرګيو په شمول سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړي بلکی په نورو سياليو کې يې هم د سپينو زرو او ژيړو مډالونه ګټلی دي. هغه يوه داسی لوبغاړې وه چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د جمناستيک په سياليو کې يې تر ټولو زيات مډالونه لاس ته راوړي او نوم يی ليو کين دی. په زړه پوری خبره دا ده چې پر امريکايانو سربېره روسيان د خپل هېواد لوبغاړيو په پرتله هغې ته هم ډېره پاملرنه کوي.لامل يې دا دی چې د ليو کين لپاره امريکا او روسيه دواړه خپل وطنونه دي.

١٩ کلنه ليو کين د روسيې د جمناستيک په يوه مشهوره کورنۍ کې زيږيدلی ه چې پلار يی ناستيا ليوکين په ١٩٨٨ کال کې د اولمپيک په لوبو کې په جلا توګه د سرو زرو او سپينو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړي وو او مور يی په ١٩٨٧ کال کې د هنري جمناستيک په نړيوال اتلولۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه. د نهمې لسيزي په پيل کې ليو کين له خپل پلار او مور سره يو ځای امريکا ته ولاړه او د خپل پلار او مور د روزنې له لاری يې له ماشومتوب څخه جمناستيک زده کړه کوله چې روزونکي يی د هغې پلار دی.

ليو کين وويل چې پلار يی د هغې د جمناستيک پر ژوند تر ټولو مهمه اغيزه کړې ده.هغه تل د خپل پلار ښې پايلې د خپلې موخې په توګه ټاکي او هيله لري چې د خپل

پلار په پرتله زيات پرمختګ وکړي.هغې وويل (اواز..........) د اولمپيک له لوبو مخکی زما د کوټې پر ډيوال باندی ځينی عکسونه او نور شيان راځوړند وه. يوه ورځ زما مور دغه شيان وليدل، نو د پلار د سرو زرو مډال يی هم ور باندی وځړاوه چې وروسته تر هغه مې هره ورځ دغه مډال کوت. په هغه وخت کې ماغوښتل چې په راتلونکي کې به هرو مرو د سرو زرو خپل مډال تر لاسه کړم.

د ليو کين پلار ناستيا ليوکين د روانې دورې په اولمپيک لوبو کې د خپلې لور له نندارې څخه ډېره خوښي څرګنده کړه.هغه وويل (اواز..........) د هغې برياليتوب اسان نه و. ځکه په تېرو څلورو کلونو کې د هغې روزنه ډېره سخته وه په تېره بيا په وروستي يو يا دوه کلونو کې يې د خوږ په حال کې وه خو لايی هم پر خپلې روزنې ټينګار درلود. دا د يوې پوخ لوبغاړي لپاره يو اسان کار نه دی.

د اولمپيک لوبو په موده کې د هرې سيالۍ له پای ته رسيدو وروسته کله چی ليو کين له دولتی سپورتی مرکز څخه وخوځېده، په دروازې کې ګڼ شمېر کتوونکي او خبريالان موجود وو.دا په زړه پوری خبره ده چې پر امريکايی خبريالانو سره بېره ګڼ شمېر روسي خبريالان هم پکې شامل وو. يو روسی خبريال وويل چې روسيان د خپل هېواد د لوبغاړې په توګه ګڼي.(اواز..........) ځکه چی د روسيې تلويزيونې کتوونکي ور سره ډېره علاقه لري، هغه په روسيه کې زيږيدلی وه او پلار او مور يی په روسيه کې ډېر شهرت لري. نو د روسانو لپاره ليوکين داسی اتله ده لکه چی زمونږ وطنوالې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

ليو کين د روسيانو پر شوق او مينې وياړي . هغه هيله لري چې د روسيې او امريکا خلک د هغې د ښې پايلې لپاره ووياړي.هغې وويل (اواز..............) زه وياړم

چې په روسيه کې زيږيدلی يم او هيڅکله په دی اړه افسوس نه کوم. کله چی د کتلو لپاره روسيې ته راغلی وم، زه ډېره خوشحاله وم. په ريښتينې توګه نن ورځ زه د دوو هېوادونو استازې يم. که څه هم زه امريکايی لوبغاړې يم، خو زما د نوم له اوريدلو وروسته نور وکړي پر دی پوهيږي چې زه روسيۍ يم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040