د چين مشهور سندر غاړی وانګ لي هونګ

cri     (GMT+08:00) 2008-08-30 18:53:20

يوازني

 

په لوی ښار کې د عامو وګړيو مينه

 

له تا څخه د تېرېدو امکان نه شته

 

جوليا

 

د چين مهشور سندره غاړی وانګ لي هونګ د ١٩٧٦ کال د مې په اوولسمه نېټه د چين په تايوان سيمه کې زېږېدلی او وروسته يې له خپلې کورنۍ سره يو ځای امريکا ته تللی دی. هغه د امريکا له ويليمس پوهنځي څخه له فارغېدو وروسته خپلې زده کړې ته دوام ورکړ او په پای کې يې د موسيقۍ ماستري درجه تر لاسه کړه. ده له خپل ماشومتوب څخه د پېانو او وايلون، ګيتار، ډول او د ار هو په نامه د چيني موسيقي الې لوبولو په زده کړې پيل وکړ او په منځنيو ښوونځيو او پوهنتونو کې يې د موسيقۍ زياتې جايزې تر لاسه کړې دي. دی زيات ذوقي کارونه لري، د بېلګې په توګه د بيسبال لوبه، موسيقي، فلم، نقاشي، ډرامه او داسي نور. د ده تر ټولو لوی او ارمان خوب دا دی چې د خپلې موسيقۍ او سندرو له لارې له ځوانانو سره تګ راتګ وکړي او دوي ته ګټوره پوهه او معلومات ورکړي. برسېره پر دې، ده په زياتو مشهورو فلمونو کې هم رول لوبولی دی.

دی په چين کې د ځوانانو يوه ښه بېلګه ده. ٢٠٠٨ کال دی د بېجينګ اولمپيک لوبو د يو سپيڅلي مشال لېږدونکي په توګه وټاکل شو او په يونان کې يې په بريالۍ توګه د سپيڅلي مشال خپله دنده بشپړه کړه.


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040