د نيجر د اولمپيک سپورتي پلاوي د بېجينګ د اولمپيک لوبو زياته ستاينه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2008-09-01 20:45:31

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. نيجر چې د افريقا په منځنۍ برخه کې د سحرا په شاوخوا سيمه کې يو کوچنی هېواد دی. دغه هېواد په ١٩٦٠ کال کې له خپلواکۍ وروسته د اولمپيک په لويه کورنۍ کې ګډون کړی دی. څو ورځې مخکې زموږ د راډيو خبريالې د دغه هېواد د ځوانانو او سپورت له وزير او د اولمپيک سپورتي پلاوي له مشر سره مرکې کړې. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

د بېجينګ اولمپيک لوبې لسم ځل دی چې نيجر په کې ګډون کړی دی. د نيجر د ځوانانو او سپورت وزير ښاغلي عبدال رحمن سيدو په دې اړه وويل

( لومړی اواز)

د چين وګړيو د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د اولمپيک د روحيې له مخې په بېلا بېلو ساحو کې ډېر زيات کوښښونه کړي دي. ويل کېږي هر کس چې بېجينګ ته راغلی دی، ډېر خوشحاله دی او د بېجينګيانو د مېلمه پالې احساس يې کړی دی.

نوموړي وويل چې د بېجينګ اولمپيک لوبې ټولو نړيوالو ته داسي فرصت برابر کړی چې د چين په اړه بېلا بېل معلومات تر لاسه کړي او له نژدې چين وګوري. ده هيله څرګنده کړه چې د نيجر او چين ترمنځ اړيکې د بېجينګ د اولمپيک لوبو له لارې زيات پرمختګ وکړي.

( دوهم اواز)

د نيکمرغۍ خبره دا ده، نيجر يو داسي هېواد دی چې ډېر وختي يې له چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې وې. د نيجر د وګړيو په أند، د نيجر او چين ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون خوري. چين د نړۍ له زياتره هېوادونو سره سياسي اړيکې ټينګې کړې دي. نيجر او چين اوس د پرمختګ د يوې هغې لارې په موندلو بوخت دي چې نه يوازې د چين، بلکې نيجر لپاره هم ګټه ولري.

ښاغلی عمر داود د نيجر د سپورتي پلاوي د مشر په توګه د اولمپيک په کلي کې ډېرې زياتې ورځې اوسېدلی دی. د ده په وينا، د اولمپيک کلی ډېر ښه دی. دی وايي:

( درېيم اواز)

موږ د اولمپيک په کلي کې له هېڅ ستونزې سره مخامخ نه يو. زموږ لوبغاړي او د سپورتي پلاوي نورو غړيو د اولمپيک کلي ډېر خوښ کړی دی. زموږ په أند، د بېجينګ د اولمپيک کلی په بېلا بېلو برخو کې ډېر بشپړ او ښه دي.

د نيجر او چين ترمنځ واټن ډېر ليری دی او د خوړو په برخه کې يې زيات توپيرونه موجود دي. پر دې سره بيره، د نيجر په سپورتي پلاوي کې زيات غړي مسلمانان دي. نو ځکه ښاغلي داود بېجينګ ته له رسېدو مخکې د خوړو په اړه زياتې انديښنې

درلودې. خو د اولمپيک په کلي کې له اوسېدو وروسته د ده اړوندې انديښنې ليرې شوې دي.

( څلورم اواز)

موږ د اولمپيک په کلي کې خوراکي توکي ډېر خوښوو. دلته د هر هېواد لوبغاړی هغه خواړه موندلای شي چې ډېر خوندور دي.

له دې سره سره چې نيجر د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې هېڅ مډال نه دی تر لاسه کړی، خو ښاغلي داود وويل چې د دوی لوبغاړي خپلو ټاکلو موخو ته رسېدلي دي. ده په دې اړه وويل

( پنځم اواز)

موږ د څلورو لوبغاړيو په لېږلو سره د اتلاتيک او لامبو وهلو په لوبو کې ګډون کړی وو. که څه هم هېڅ مډال مو نه دی تر لاسه نکړ، خو زموږ لوبغاړيو د دې لپاره ډېر زيات کوښښونه کړي دي. دوی لا اوس ډېر ځوان دي او ډېرې لږ تجربې لري. زموږ لوبغاړي د اولمپيک په لوبو کې د ګډون له لارې په دې پوه شول چې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره بايد زيات کوښښونه وکړي.

ښاغلي دادو وويل چې د نيجر لوبغاړيو د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون له امله ډېرې زياتې تجربې تر لاسه کړې او هيله لري چې دوی د لنډن په اولمپيک لوبو کې ښې نتيجې لاسه ته راوړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040