د ون چوان زلزلې له امله مستقيم اقتصادي زيانونه اته سوه او پنځه څلويښت مليارډ او سل مليونه يوانو ته رسيدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2008-09-04 21:51:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ون چوان د زلزلې په اړه د چين د کارپوهانو کمېټې مرستيال شه پې جون د سپتمبر په څلورمه نېټه وويل د دغې زلزلې له امله د سه چوان، ګان سو او شان شي په ولايتونو کې مستقيم اقتصادي زيانونه اته سوه او پنځه څلويښت مليارډ او سل مليونه يوانو ته رسيدلی چې د سه چوان ولايت زيانونه پکی يو نوی سلنه نيسی.

د يو بل خبر له مخې، د ون چوان زلزلې د زيانونو په اړه اروزنه تر سره شوې ده. د سه چوان، ګان سو او شان شي په ولايتونو کې د سختو زلزله ځپلو سيمو شمېر په جلا جلا توګه نهه دېرش، اته او څلور دی. د دغو سيمو عمومی پراخوالی يو سل او دېرش زره مربع کيلو مترو ته رسيږی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040