په نيويارک کې د يو بيرل نفتو بيه له سل امريکايي ډالرو څخه کمه شوې

cri     (GMT+08:00) 2008-09-13 18:53:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په دولسمه نېټه په نيويارک کې د يو بيرل د نفتو بيه له وروستيو پنځو مياشتو راهيسې د لومړی ځل لپاره له يو سل امريکايي ډالرو څخه کمه شوه.

د پانګه اچونکيو په أند د نړۍ اقتصادي پرمختګ به ورو شي او له امله به يې د اومونفتو لګښت هم کم شي

خو د امريکا د طوفان مرکز د يو راپور له مخې، د IKE په نامه طوفان به د سپتمبر په ديارلسمه نېټه د تېکساس ايلات هويستون ته ورسېږي. ځکه چې په دغه سيمه کې د نفتو غني کولو توان په امريکا کې په سلو کې ٢٠ برخه نيسي، نو د دغه خبر له امله د پټرول په ګډون د يو شمېر ونډو بيې لوړې شوې دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040