د داوس د دوهمې دورې دوبنی فورم به په تيان جين کې تر سره شي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې جيانګ يو د سپتمبر په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل د داوس د دوهمې دورې دوبنی فورم چې د نړۍ د اقتصادي فورم له خوا جوړ شوی، د سپتمبر له اوه ويشتمې نېټې څخه تراته ويشتمې نېټې پورې به د چين په شمال په تيان جين ښار کې تر سره شي. د چين صدراعظم ون جيا باو به د دغه فورم په پرانيستونکو مراسو کې ګډون او يوه وينا وکړي.
جيانګ يو وويل د پرمختګ راتلونکی څپه به د دغې دورې د عمده موضوع په توګه وټاکل شي او د تصديو د نړيوال کېدو، د ښارونو د پرمختګ او د نړۍ د مرکز په توګه د چين په اړه په بېلا بېلو موضوعاتو به بحث پکې وشي.