د بېجينګ د اولمپيک لوبو د موسيقی عمومی طرح کوونکی چن چی ګانګ

cri     (GMT+08:00) 2008-09-20 20:35:57

کله چې د چين مشهور سندرغاړی ليو هوان او د بريتانيا مشهورې سندرغاړې سارا برايتمن د زه او تاسی په نامه د بېجينګ د اولمپيک لوبو سندره ويلی ، د ګردې کرې اورېدونکي د دغې خوندورې نغمې له خوا ورجلب شول. د دغې نغمې جوړونکی د چين مشهور نغمه جوړونکی چن چی ګانګ دی، بر سيره پر دی هغه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د موسيقی عمومی طرح کوونکی هم و. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چن چی ګانګ په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو.

ښاغلي چن چی ګانګ په ١٩٥١ کال کې په شانګهای کې زېږېدلی دی. هغه د ماشومتوب په موده کې د موسيقی زده کړه وکړه او په ١٩٨٣ کال کې فرانسی ته د ماسټری په سويه زده کړو لپاره ولاړ . چن چی ګانګ په هغو ٤ کلونو کې له مشهور موسيقی پوه اوليوير ميسيان څخه زده کړه وکړه او وروسته يې د المان د دارمستات د موسيقی د ٣٤ دوری دوبنی نړيوال فيستيوال په ګډون زيات شمېر جايزی تر لاسه کړي دي. اوس چن چی ګانګ د چين د موسيقی د مرکزي پوهنځی او د شانګهای د موسيقی د پوهنځی افتخاری کار پوه هم دی.

ښاغلي چن چی ګانګ وويل د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د موسيقی لومړۍ نيمايی له ٥ برخو څخه جوړ شوی وه چې پکې د چين تاريخ او دوديز کلتور ښودل شول . يوه بله مهمه برخه ستيډيوم ته د لوبغاړيو د ننوتلو لپاره موسيقی وه. ښاغلي چن چی ګانګ او دده ډلې د دغو ٢ ساعتو موسيقی لپاره په ځانګړی توګه د نړۍ بېلا بېلې هنري ډلې او هنرمندان وربللی و چې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو موسيقی وغږوی او له دی لاری لوبغاړی په واقعی توګه د پرانيستونکو مراسمو نړيوال کېدل احساس کړ .

د بريتانيا سندرغاړې سارا برايتمن وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو اصلی سندره د نورو دورو اولمپيک لوبو په پرتله د ماشومانو د سندری په شان ساده او خوندوره ده او په اسانه توګه ياده ساتل کېږي. د ښاغلي چن چی ګانګ په اند دغه سندره د ختيځ او لويديځ له سبکونو څخه جوړه شوې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040