په چين کې له انټرنېټ څخه د کار اخيستونکو شمېر په نړۍ کې لومړی ځای نيسي

cri     (GMT+08:00) 2008-09-23 14:43:13

د چين د صنايعو او معلوماتو د وزارت د شمېرنې له مخې، د روان کال د فبرورۍ تر پايه پورې په چين کې له انټرنېټ څخه د کار اخيستونکو شمېر دوه سوه او يو ويشت مليونو تنو ته رسېدلی چې له امريکا څخه په مخته کېدو سره يې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی. د تېر کال په پای کې د چين له انټرنېټ څخه د کار اخيستونکو شمېر دوه سوه او لس مليونو تنو و او دغه شمېر يوازی په دوو مياشتو کې يو مليون زيات شوئ.

که څه هم په چين کې له انټرنېټ نه د کار اخيستونکو شمېر د زياتوالي له امله په پراخه توګه زياتېږه، خو د مروج کېدو انډول يې نړۍ ته منځنې کچې لاندې دی. د چين د انټرنېټ ويب پاڼو د معلوماتو مرکز د يو راپور په خپرولو سره وويل د چين له انټرنېټ څخه د کار اخيستونکو په عمده توګه د انټرنېټ له لارې موسيقي اوري، له ملګرو سره تماسونه نيسي او فلمونه ګوري.

بر سېره پردې د p2p تخنيک او د لټولو نوي تخنيک په ګډون د يو لړ نويو چارو رامنځته کېدل هم د انټرنېټ په برخه کې د څارنې د پياوړتيا غوښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040