د رنګ شوی ګيلاس د ودانی جوړونکی يانګ هوی شان او جانګ يی

cri     (GMT+08:00) 2008-09-25 18:23:24

مېرمن يانګ هوی شان او ښاغلي جانګ يی د تېری پيړۍ په ٧ او ٨ لسيزه کې په تايوان کې د فلم مشهور لوبغاړی او لارښوونکی وو. د دوی له خوا جوړ شوی فلم د جين ما په نامه د تايوان د فلم لوړپوړی جايزه تر لاسه کړی ده. خو په هغه موده کې دوی په ګډه د نندارې له چارو څخه وتلی او د رنګ شوی ګيلاس په جوړولو يې پيل وکړ. ددوی له خوا د رنګ شوی ګيلاس ودانۍ اوس په نړۍ کې د رنګ شوی ګيلاس په هنر کې ډېره مشهوره ده. د کلتوري شخصيتونو پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته د يانګ هوی شان او جانګ يی په اړه معلومات وړاندی کړو.

يانګ هوی شان په ١٩٥٢ کال کې زېږېدلی ده. هغې په شل کلنې کې د فلم په چارو کې کار پيل کړ او په لسګونو کلونو کې يې څه نا څه ١٣٠ فلمونه ننداری ته وړاندی کړې چې په منځنۍ توګه يې په هره مياشت کې په يو فلم رول لوبولی. يانګ هوی شان او جانګ يی په ١٩٨٤ کال کې په ګډه د يو چينګ ښينې په نامه يو فلم جوړ کړ . دوی د فلم له لاری سره يو ځای شول او وروسته يې په ګډه د فلم له چارو څخه لاس واخيست. دوی په ١٩٨٧ کال کې د چين د رنګ شوی ګيلاس د جوړولو لومړۍ ودانۍ جوړه کړه . د مېرمن يانګ هوی شان په اند جانګ يی د سر په شان او هغه د لاس په شان کارونه تر سره کوی.يانګ هوی شان وويل په لومړنيو دريو کلونو کې زياتې ستونزې رامنځته شوی. دوی په پر له پسی توګه ازموينې تر سره کړی او په پای کې يې له زياتو ناکاميو وروسته برياليتوب تر لاسه کړی دی. اوس د دوی ودانۍ په نړۍ کې د رنګ شوی ګيلاس د جوړولو يو ډېر ښه کاري دفتر دی. د يانګ هوی شان له خوا توليد شوی هنري توکي د چين او د بهرنيو

هېوادونو په لويو نندارتونونو کې زياته ستاينه تر لاسه کړه او د زيات شمېر موزيمونو له خوا ساتل شوی دي. د نړۍ د رنګ شوی ګيلاس مشهور پوه ددی ستاينه وکړه چې د رنګ شوی ګيلاس د جوړونې هنري خصلت ډېر ښه پېژنی.

دوی په ١٩٩٣ کال کې د چين کورنی بازار ته ننوتلی دی. د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو په ترڅ کې يې د اولمپيک په پارک کې د رنګ شوی ګيلاس له لاری د تايوان د بختورې وريځې کوچنۍ ودانۍ جوړ کړی چې د چين او د بېلا بېلو هېوادونو نندارچيانو په مستقيمی توګه د چين د رنګ شوی ګيلاس د ښکلی هنر په اړه معلومات تر لاسه کړی دی .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040