د موسيقی پوه تان دون

cri     (GMT+08:00) 2008-10-06 17:55:46

ګرانو اورېدونکو، د کلتوري شخصيتونو پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته د چين د مشهور نغمه جوړونکی تان دون په اړه معلومات وړاندی کړو. هغه تازه د موسيقی د نړيوال اسکار طلايی جايزه تر لاسه کړه او څو ځله د ګرامی اواردس جايزو لپاره د نوم اند په توګه ټاکل شوی و. روان کال د بېجينګ اولمپيک لوبې تر سره شوې، تان دون په دغه ستر فعاليت کې هم ګډون درلود. د ده له خوا د چای په نامه د چين نړيوال اوپيرا د اولمپيک لوبو د يو مهم کلتوري پروګرام په توګه په بېجينګ کې نندارچيانو ته وړاندی شوه. هغه د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د جايزی د ورکولو لپاره ځانګړی موسيقی جوړې کړی او د چين هېواد او بهرنيو هېوادونو له ځينو نغمه جوړونکو سره يو ځای يې په غيږ کې د مينې هيلې د نيولو په نامه يوه سندره جوړه کړه او د اولمپيک لوبو د اصلی سندری د ټولولو په فعاليت کې يی هم ګډون وکړ.

تان دون په ١٩٧٩ کال کې د چين د موسيقی پوهنځی د نغمې جوړولو په څانګه کې د زده کړو په وخت کې د ډول په ګډون د چين د دوديزې موسيقی له الو څخه په استفادی سره له دوو زرو کلونو مخکې د چين د مشهور شاعر چو يوان د لي ساو په نامه له مشهور شعر سره سم خپله لومړنۍ سمفوني جوړه کړی وه. تان دون د ختيځ او لويديځ د عصری سمفونی سبکونه سره يو ځای کړی چې په هغه موده کې ډېر پرمختللی و.

تان دون له پوهنځی څخه تر فراغت وروسته د امريکا په کلمبيا پوهنتون کې زده کړې وکړې او په ١٩٨٨ کال کې يې په امريکا کې يو ځانګړی کنسرټ جوړ کړ. دا لومړۍ

ځل و چې چيني موسيقی پوه په امريکا کې کنسرټ ورکاوه . تان دون د نيويارک د موسيقی خوښوونکی ډلې په ګډون د نړۍ د لوړپوړيو هنري ډلو لپاره نغمې جوړې کړی چې په کې زيات شمېر نغمې ډېرې مشهورې دي. بر سيره پر دی هغه د ځينو هنري ډلو کندکتور دی. هغه په ٢٠٠١ کال کې د پروت پړانګ او پټ ښامار په نامه د فلم لپاره يوه سندره جوړه کړی چې نوم يې دی پر سپوږمۍ مين . دغه سندره د اوسکار د تازه موسيقی طلايی جايزه تر لاسه کړه . د ده له خوا د نورو ځينو فلمونو لپاره جوړې شوی سندری هم د ګرامی اواردس جايزی نوم اندان ګرځېدلی دي.

روان کال تان دون د چای په نامه د نړيوالې اوپيرا د جوړولو په وخت کې د کاغذ ، اوبه او د خاورين لوښي په ګډون له بېلا بېلو الو څخه استفاده کوله. په دغه اوپيرا کې د چين يوې شهزادګی او د جاپان د يو شاهزاده ترمنځ د مينې کيسه څرګندېږي.

له ٢٠٠٢ کال څخه د چای په نامه دغه اوپيرا په نړۍ کې نندارچيانو ته وړاندی شوه او د امريکا او اروپا په ګډون ١٦ ډوله کاپی لري . تان دون په روان کال کې د چين د اوپيرا تياتر له هنرمندانو سره يو ځای دغه اوپيرا جوړه کړی چې د اولمپيک لوبو د يو مهم کلتوري فعاليت په توګه وټاکل شوه. دغه اوپيرا د تېر جولای په پای کې د چين اوپيرا په ملی نندارځی کې دوه ځله ننداری ته وړاندی شوه او ټولو چينايي هنرمندانو انګليسي ژبه ويلی ده. تان دون هيله څرګنده کړه چې دغه اوپيرا به په نړۍ کې خپره شي او د چيني کلتور د خپرونې يوه نښه وګرځی.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو د جايزی د ورکولو په ترڅ کې د تان دون له خوا طرح شوی ملی سندره چې ياسمن ګل نومېږي، څه دپاسه ٧٠٠ ځله ننداری ته وړاندی شوی . بر سيره پر دی تان دون د سويډن له مشهور نغمه

جوړونکی روبرت ويلس سره يو ځای د اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو د سپورټي ننداری د نښی موسيقی جوړه کړی او د سياليو په وخت کې په ستيډيومونو او جمنازيومونو کې هم خپره شوی ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040