د مدرن سکای په نامه د ګرامافون شرکت مشر شن لي هوی

cri     (GMT+08:00) 2008-10-16 15:00:34

ګرانو اورېدونکو، له ١٠ کلونو مخکی په چين کې د مدرن سکای په اړه کوم معلومات نه و موجود، خو په وروستيو له ١٠ کلونو کې مدرن سکای د چين د ګرامافون په چارو کې يوه مشهوره نښه ګرځېدلی ده. اوس د دغه شرکت کلنی سوداګريزه اندازه لس مليونه يوانو ته رسېدلی ده، مدرن سکای نه يوازی د ګرامافون شرکت يو نوم دی ، بلکې د کلتور د يو استازی په توګه هم بلل کېږي.

د چين په بېلا بېلو ښارونو کې هغه ځوانان چې د روک له موسيقی سره مينه لري ،د مدرن سکای شرکت پيژني. دوی د دغه شرکت له خوا له جوړ شويو البومونو سره ډېره مينه لري او د دغه شرکت له خوا د جوړ شوی موسيقی فيستيوال ننداری يې کړی چې د خپلو خوښ شويو بندونو ملاتړ وکړی. د کلتوری شخصيتونو پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته د مدرن سکای په نامه د ګرامافون شرکت مشر شن لی هوی په اړه ځينی معلومات وړاندی کړو.

د تېرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پای کې شن لی هوی په پوهنتون کې د روک موسيقی په اړه يوه اکسترا جوړه کړه او د مشر سندرغاړی دندی يې پر غاړه واخيسته. هغه مهال دغه بند ډېر مشهور و.

شن لی هوی په ١٩٩١ کال کې د بېجينګ د چاپولو له پوهنځی څخه فارغ شو او ورپسی يی د چاپولو په چارو کې کار پيل کړ. شن لی هوی د ١٩٩٧ کال د دسمبر په ٢٧ نېټه د مدرن سکای په نامه د ګرامافون شرکت جوړ کړ. هغه خبريال ته وويل د خپل بند د لومړی البوم له خپرونی وروسته بايد خپل يو شخصی شرکت جوړ کړي، دغه راز د مدرن سکای په نامه د ګرامافون شرکت رامنځته شو. خو تر هغه وروسته دده په اند يو شرکت لږ دی، نو هغه د نيوپنتس او سوپرمارکيت له دوو نورو بندونو سره موافقی لاسليک کړی دي. ځکه چې نوموړی دوه بندونه ځانګړی سبکونه لري، نو هغه مهال يې په بېجينګ کې د موسيقی په ساحه کې مهم رول لوبولی و. تر اوسه پوری د مدرن سکای شرکت د جوړېدو له ٨ کلونو وروسته د لسګونو بندونو لږ تر لږه سل البومونه خپاره شوی چې په چين کې د ګرامافون د لومړنۍ لوی ځانګړی شرکت په توګه ګرځېدلی دی. ددغه شرکت له خوا د روک موسيقی زيات شمېر مشهور سندرغاړي روزل شوی دي.

ښاغلي شن لی هوی د خپل شرکت د سندرغاړيو د يادونې په وخت کې ډېر وياړي . له دی مخکې د مدرن سکای شرکت هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ و. په ٢٠٠٣ کال کې په چين کې د سختی انفلونزا له امله لوی هنري فعاليت نه دی تر سره شوی، نو په سوداګريزو چارو کې زياتی مسئلې رامنځته شوی وې. بر سيره پر دی د همدی کال په پای کې زيات شمېر کارکوونکو له شرکت څخه ووتل. ښاغلي شن لی هوی ددغو ستونزو په وړاندی د خپل شرکت اداری اصلاحات تر غور لاندی ونيو.

د مدرن سکای شرکت يوه څانګه د ٢٠٠٧ کال په جنوری کې په رسمي توګه د امريکا په نيويارک کې پرانيستل شوه چې په عمده توګه د البومونو د جوړولو ، د کورنيو بندونو د پرمختګ او د امريکا د بندونو د البوم د جوړولو او د نندارو په اړه کارونه تر سره کوی. که څه هم زيات نوی کلتورونه له لويديځو هېوادونو څخه چين ته ننوتلی دی، خو ښاغلي شن لی هوی د چين د نوی کلتور د پرمختګ په اړه باور لري.

هغه خبريال ته وويل ښايی چې د ځوانو چينايانو په پر تله هغه زوړ دی، خو دده شرکت به په دايمی توګه نوی شيان ومني.

د نننۍ پروګرام په همدی ځای پای ته ورسېد، موږ هيله لرو چې شن لی هوی او دده شرکت ورځ په ورځ ښه شي او موږ به د ځوانو چينايانو لازيات غږونه واورو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040