موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-10-18 16:57:08
سلامونه خوږو او قدرمنو اروېدونيکو ، پاک رب دې وکړي چې له خوښيو څخه ډک ژوند مو په برخه وي ، دا دی نن بيا ستاسو د ليکونو د خپرېدو وار رارسېدلی دی ، نو سمدلاسه به د ليکونو په لوستلو پيل وکړم چې اورېدونکي ګيله ونکړي چې ليکونه يې نه خپريږي ، نو دا ليک را اخلم چې چا راليږلی ؟

دا ليک د بلوچستان ژوب له کندهاري بازار څخه رفيع الله مندوخيل راليږلی دی ، مندوخيل د پښتو څانګې ټولو کارکوونکيو ته سلامونه ويلي دي ، او وايي چې د تل په شان مو ټولې خپرونې اورو ، او د پښتو خپرونې د ٣٥ کاليزې په اړوند د سيالۍ ځوابونه مو هم د اسلام أباد په پته درليږلي دي ، ځکه د هغه په وينا هلته په پاکستان کې پستي چارې لږ څه په ځنډ سره ترسره کيږي ، مننه مندوخيل صاحب زموږ سلامونه هم ومنئ ، هيله ده چې خپله قلمي همکاري د تل په شان راسره ټينګه وساتئ .

درنو دوستانو دا ځل د خوست د عليشېرو د ميراج کلب وار دی چې ګڼ شمېر ليکونه يې په يو وار رارسيدلي دي ، لومړي ليک د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د زيړي غونډۍ څخه احمد جان خپلې خپرونې ته راليږلی ، نوموړي تر سلامونو وروسته ويلي چې له موږ سره به خپله قلمي هکاري ټينګه ساتي ، ګرانه احمد جانه موږ هم په همدې هيله يو ، او ستاسو د ښکليو ليکونو په تمه به اوسو .

دا بل ليک هم خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د ميراج کلب څخه ګل زاده راليږلی دی ، نوموړی وايي چې زموږ له خواو ورليږل شوي خپرنيز توکي ټول ورسېدلي دي ، او ډېر پرې خوښ دی ، او وايي چې په راتلونکې کې هم همدا شان خپرنيز توکي ور واستوو ، ګرانه ګل زاده ستا له ليک څخه مننه ، خوښ شو چې خپرنيز توکي در رسېدلي دي ، موږ هم ستا څخه هيله کوو چې خپله قلمي همکاري راسره ټينګه وساتې او په راتلونکې کې ښکلي ليکونه راواستوئ .

درنو اورېدونکيو لکه څنګه مې چې مخکې درته وويل پدې اونۍ کې زيات ليکونه د خوست د عليشېرو ولسوالۍ له ميراج کلب څخه را رسېدلي دي ، نو دا څو نور ليکونه چې ګورم هم د ميراج کلب غړو خپلې خپرونې ته راليږلي دي زه به يې يواځې نومونه واخلم ځکه د دوی په ليکونو کې هيڅ کوم مطلب نه ليدل کيږي چې تاسو ته يې ولولوم ، دا ليک د نور بادشاه دی او دا بل هم د نقيب الله ، أصف خان هم يو ليک راليږلی ،محمد انور صديق الله لېوال ، او نور ملګري يې . او دا دی د ميراج کلب د مشر ليک هم ګوتو ته راغی ، د ميراج کلب مشر شهزاده احمدزی دی چې په خپل ليک کې يې پر سلامونو بر سېره د پښتو څانګې د پنځه دېرشمې کاليزې سيالی د پوښتنو ځوابونه هم راليږلي دي او وايي خدای د وکړي چې برياليتوب مې په برخه شي ، او هيله لري چې داسې نورې سيالۍ هم تر سره کړو ، ښاغلی شهزاده احمدزی موږ هم ستاسو ټولو اورېدونکيو د برياليتوب په هيله يو ، او ښايي په راتلونکې کې نورې لا زياتې سيالۍ تر سره شي ، بيداره اوسه ، چې د همدې ځل په شان پوره ځوابونه راواستوې .

دا ليک چې د پښتو څانګې د پنځه دېرشمې کاليزې د سيالۍ د ځوابونو دوه پاڼې هم ورسره يو ځای را رسيدلې دي ، د لکي مروت له جنت کلب څخه قاري حفيظ ګل جنت راليږلی دی . دی وایي چې زه ستاسو پخوانی اورېدونکی يم او د چين د نړيوالې راډيو له پښتو خپرونې سره ډېره مينه لرم . ګرانه قاري صاحب الله نور هم زموږ دوست لره او هيله ده چې خپله قلمي همکاري همداسې ټينګه راسره وساتې ، او دا چې ستا لخوا راليږل شوي ځوابونه سم دي او که نه ، نو هغه به د کتونکې ډلې لخوا معلوم شي .

دا بل ليک د مانسهرې د خراسان کلب څخه أصف سلطان راليږلی ، نوموړي هم يواځې د پښتو څانګې د سيالۍ په اړه پوښتنې ځواب کړي او نور څه يې ندي ليکلي چې د دده لخوا راليږل شوي ځوابونه به اړوندې برخې ته وسپارو .

دا ليک د دولفين کلب څخه محمد اويس امين راليږلی دی ، چی خط يې هم ډېر ښکلی دی او په واضح توګه لوستل کيږي ، اويس امين د پښتو څانګې ټولو کارکونکيو ته تر سلامونه وروسته ليکي ډېر خوشحاله دی چې ليک يې په پښتو هنداره کې خپور شوی دی ، او پدې هم ډېر خوښ شوی چې پښتو هنداره اوس د مجلې په بڼه خپريږي .

اويس امين وايي چې ماته تل د پښتو هنداره راليږئ ځکه چې زه زيات معلومات ترې ترلاسه کولای شم . او د خپل ليک په پای کی يې د قلمي همکارۍ د لا ټينګتيا ژمنه هم کړې ده ، ډېره مننه اويس امين ، موږ هم ستا لا نور خوندور ليکونو ته سترکې په لار يو .

دغه ليک چې د رنګارنګ ګلونو يوه ګلدانۍ يې هم پکې رسم کړې ، او د ګلانو په منځ کې د پښتو څانګې د يو شمېر همکارانو نومونه هم ليکل شوي ، له کوهاټ څخه د افغان کبتوري بهير سکرتر سيد وارث حنفي خپرونې ته راليږلی دی .

سيد وارث حنفي د پښتو څانګې ټولو کارکوونکيو تر سلامونو وروسته ليکي ، موږ تل ستاسو پروګرامون اوروو، ښه او په زړه پورې معلومات ترې حاصلولوو .

دی زياتوي چې د چين د نړيوالې راډيو د ښو او غوره پروګرامونو له امله اوس د نړۍ په هر ګوټ کې پښتانه دغه راډيو اوري .

ښاغلی سيد وارث حنفي وايي تاسې په وروستيو کې د بيجينګ د المپيک لوبو په هکله يوه سيالي پيل کړې وه ، چې اوس پای ته رسېدلې ده ، او اوس ډېر شمېر اوريدونکي د د سيالۍ پايلې ته سترګې په لار دي .او زياتوي چې د نويو سياليو په هکله پوښتنې هم وروليږو .

ګرانه سيد وارث حنفي ستا له ښکلي ليک څخه ډېره زياته مننه ، ډاډه اوسه موږ به نه يواځې تاسو بلکې نورو اورېدونکيو ته هم د نويو سياليو اړوندې پوښتنې ورواستوو.

دغه بل ليک خو د عبيدالله صديقي دی ځکه خپل نوم يې ډېر لوی او ښکلی ليکلی دی ، ښاغلي صديقي تر سلامونو وروسته د چين د سچوان ولايت د زلزلې په اړه ليکلي چې ډېر يې خواشينی کړی دی ، دغه راز دی وايي تېر کال په پاکستان کې هم سخته زلزله شوې وه چې له امله يې زياتو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه ، د نوموړي په ليک بله کومه موضوع يا مطلب نه ليدل کيږي .

قدرمنو دوستانو په دې بل پاکټ کې بيا دوه ليکونه دي ، چې د افغانستان د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د ميراج کلب غړو نجيب الله او نصير احمد راليږلي دي ، نصير احمد وايي چې دا يې لومړی ليک دی چې د سي أر ای راډيو ته يې راليږي، او د ليک په ليکلو کې شهزاده ورسره مرسته کړې ، ځکه دده په وينا دی لږ څه ګوډه ماته ليکنه کولای شي، ګرانو نجيب الله خان او نصير احمد خانه ستاسو له ښکلي ليک څخه ډېره زياته مننه ،

درنو او محترمو اورېدونکيو د ستډيو ساعت ته چې ګورم نو راته وايي چې د دغې برخې وخت پاي ته په رسېدو کې دی، نو مخکې تر دې چې ستاسو سره خدای پامانی وکړم د ځينو اورېدونکو له غوښتنې سره سم به يوه سندره واورو او بيا به خداي پاماني کوو .

سندره

درنو دوستانو د...........په غږ کې مو سندره واورېده هيله ده چې نننی پروګرام ستاسو د خوښې وړ ګرځيدلی وی ، او په راتلونکې کې خپله قلمي همکار هم زموږ سره ټينګه وساتئ ، نو اوس د خدای پاماني وخت را رسېدلی دی ستاسو د خوښ او سوکاله ژوند په هيله .

ښه درنو دوستانو اوس هم د خداي پاماني وخت رارسېدلی دی نو تر خدای پاماني مخکې به د خپرونې پستي ادرس او د ويبپاڼې پته تاسو ته ولولم تاسوته ولولم :

زموږ د د برېښنا ليک پته ده :

pushtu@chinabrodcast.com

او زموږ د ويبپاڼې پته ده :

Pushtu.cri.cn

او په اسلام أباد کې زموږ د پست بکس شمېره ده

اسلام آباد پاکستانG P. O. Post Box No. 2017

د ننني پروګرام وخت همدومره و ، د راتلونکي پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک او مهربانه خدای سپارم . پاک رب مو مل شه .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040