د زده کړيالو لپاره د مطالعې اغېزمنې لارې چارې

cri     (GMT+08:00) 2008-10-20 19:39:18

د مطالعې لپاره وړ چاپيرچل

د مطالعې لپاره د يو سم ځای ټاکل ډېر ارزښتناک کار دی. ولي د يوه سم چاپيريال جوړول د ټولو خلکو لپاره يو ډول نه وي. هر څوک کولای شي چې د خپل ژوند له شرايطو او امکاناتو څخه په ګټه اخيستنه سره د مطالعې يووړ چاپيرچل په جوړولو کې يوازي څو بنسټيز توکي دي چې له موږ سره د دغه کار په تر سره کولو کې مرسته کوي.

١. د مطالعې لپاره د يوې کوټې ټاکل

لومړی موږ کولای شو چې د مطالعې لپاره د يوې داسې کوټې څخه کار واخلو چې د ورځنيو کارونو لپاره ورڅخه لږ تر لږه په ورځ کې څو معلوم ساعتونه ګټه اخيستله کېږي. ښه به دا وي چې زموږ د مطالعې کوټه د مطالعې ميز، کټ او يا څوکۍ ولري او همدا ډول مو کتابونه او نور داړتياوړ توکي هم په منظمه توګه راسره ځای په ځای شوی وي.

٢. د يوه ارام او بې غږه چاپېريال جوړول

د مطالعې چاپيريال بايد ارام واوسي چې مطالعه کوونکي ته د بل چا له خوا کوم مزاحمت ونه لري. دغه راز د مطالعې په ځای کې بايد تازه هوا هم موجود دي. ترڅو د کس لپاره بشپړ اکسيجن موجود وې. ځکه چې د هواسو

راغونډول د جسمي او روحي وړتيا لپاره ډېره اړتيا لري. هغه کوټه چې په بشپړه توګه سره اکسيجن ونه لري د کس د ستړيا لامل کېږي او د حواسو دراغونډولو په وړاندې خنډ جوړوي. دا ډول بايد د مطالعې کوټه د ګرمې او رڼا له پلوه هم مناسبه واوسي.

٣. له مزاحمت کوونکو شيانو څخه ځانو نه لري ساتل

د مطالعې کوټه بايد له ټولو هغو شيانو څخه خلاصه وي کوم چې د کس حواس سره شيندلي او بي ځايه يې مصروف نګړي. کيدای شي دغه شيان د چاپيريال په پرتله يو له بل سره توپير ولري. مګر په ټوليزه توګه د مطالعې کوټه بايد ټلويزيون ونلري او نه کوم بل غږ چې د مطالعه کوونکي د اندېښني لامل کېږي. دغه راز د هغو انځورونو لرې کول هم د مطالعې کوونکې يادونه راژوندې کوې. خو له بده مرغه، ليدل کېږي چې ځينې زده کړياليو د خپلې کوټې د يوالونو ته د هنرمندانو يا ورزشکارانو د انځورونه ورکړی وې چې دا کار د کس د حواسو راغونډېدل له منځه وړې.

٤. د مطالعې لپاره د اړتياوړ او مناسبه رڼا

په مطالعه کې مناسبه رڼا خورا ارزښتناک رول لري. د مطالعې په مهال بايد رڼا د کيڼ لاس له خوا څحه شاته تېره شې او د څومره والي کچه يې هم مناسبه وې.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040