د ګوانګ جو ښار د شياو دونګ اينګ جومات

cri     (GMT+08:00) 2008-10-22 20:49:30

د چين د ګوانګ جو ښار د شياو دونګ اينګ جومات د ګوانګ دونګ ولايت د ګوانګ جو ښار د شياو دونګ اينګ واټ پر غاړه پروت دی . د مينګ امپراطورۍ په موده کې د هوي قوم قوماندانان او سرتيري هلته ميشت شوي و او د خپلو مذهبي چارو د تر سره کولو لپاره يې دغه جومات جوړ کړه او د دوي د کمپ په شاوخوا سيمه کې يې د دونګ اينګ، هاو پان او نان سنګ په نامه دری جوماتونه هم جوړ کړل چې له امله د ګوانګ جو د اسلام دين د څو اړخيز پرمختګ نوی جوړښت رامنځته شو.

د چينګ امپراطورۍ په موده کې دغه جومات څو څو ځله ترميم شوی او د نوي چين تر جوړېدو پوری پکې د اسلام دين سمسور او پوهڼيزې چارې تر سره شوې . اوس مهال په دغه جومات کې ډېر زيات تاريخي اثار موجوي دي او د اسلام دين په اړه لرغونی څلي يې پر ځای پری ايښي وو.

دغه جومات تل د وطن دوستۍ، ديموکراتيکې ادارې او د نويو مفکورو د منلو په برخو کې خپل غوره دوديزونه لري. د چين د می د ٤ نېټې غورځنګ په وخت کې د دغه جومات د هوي قوم ځينو هلکانو د بېلګی په توګه هه مين هنګ ، هه ده شونګ او ليو دونګ فو د أمام يانګ ژوي سنګ په ملاتړ سره په دغه جومات کې له زياتو غوره ځوانانو سره اړيکې ټينګې کړې ، بېلا بېل فعاليتونه يې تر سره کړل ، نوی ډول کلتور يې خپور کړل او زاړه دودونه يې بدل کړل او په پر له پسی توګه يې د ګوانګ دونګ د هوي قوم د ګډو ګټو ټولنه او د ګوانګ جو د هوي قوم د ځوانانو ټولنه جوړه کړه چې د مسلمانانو په نامه مياشتنی مجله يې خپره کړه او اړوند پوهنيز نظام يې بدل کړ چې د چين په دننه او بهر کې ژوره اغيزه رامنځته کړه. له جاپان سره د مقابلې د جګړې له پيل کېدو وروسته د ګوانګ جو ښار د جاپاني تيري کوونکو له خوا ونيول شو ، خو زياتو مسلمانانو ونه غوښتل چې د جاپان او ددوي د ګوډاګيانو تر تسلط لاندي ژوند وکړي ، نو په پر له پسې ډول له ګوانګ جو څخه د هيواد مرکزي سيمو او يا هانکانګ او مکاو ته په کډه ولاړل او د تيري کوونکيو سره يې تر وروستې برياليتوب جګړه وکړه چې په پايله کې بيرته خپل ټاټوبي ته راستانه شول .

په ٢٠٠٤ کال کې د ګوانګ جو ښار د دغه جومات د بيا ترميمولو لپاره دری لکه يوانه لګولی چې د لرغونی جومات زړه بڼه بدله شوې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040