د مطالعې د پروګرام په جوړولو کې څو ارزښتناکي چاري

cri     (GMT+08:00) 2008-10-27 17:14:44

د مطالعې پروګرام بايد د خپلې خوښې سره سم وټاکل شي. دغه ډول د مطالعې پروګرام مو بايد له خپلې خوښې سره د سموني په موخه له شرايطو سره تغيېر وکړي. يعنې کله چې مو د ژوند شرايط توپېر مومي او يا مو د درس په اړه کومه خبره رامنځته کېږي، نو د مطالعې پروګرام مو بايد له هغه سره سم جوړ او چمتو واوسې. د درسې ساعتونو په منځ کې د تفرېح څو شيبې هم ځای کړئ، په داسې ډول چې که مو کوم اړين کارپيدا شي او يا مو هم د تېرو سوو درسونو زده کړې ته لا اړتيا پاتي وي، نو په داسې ډول کولای شئ چې د ستړيا له احساسولو څخه پرته خپل کار پر مخ بوځئ.

درسې پروګرام مو داسې جوړ کړئ چې د دا ډول کارونو په مهالو چې وړاندوينه مو نه وې کړې، لکه ناروغي، د کورنی نيول کېدل او داسي نور. تاسو وکولای شئ چې نه يوازي خپل ټول درسونه زده او تمرېنونه حل کړئ، بلکې خپل تېر شوي درسونه هم څو څو ځله تکرار کړای شي. د دغه کار په کولو سره کېدای شي درسي ساعتونه يوه اندازه اوږده شي. د بېلګې په توګه د تحصيلي کال په منځ کې د ټولو درسونو څخه وزګارشئ. د هر درس د مطالعې لپاره د ورځي په اوږده کې يو سم وخت وټاکئ. د بېلګې په ډول هغه درسونه چې د يادولو وړ وې هغه بايد د ورځې په لومړيو شېبو او يا هم د شپې په وروستيو شېبو کې ولولئ او نور استدلالې درسونه بايد د ورځ په نيمايې کې مطالعه کړل شي. خو کولای شئ د خپلي مطالعې

پروګرام له خپلې خوښې سره جوړ کړئ. د خپلې مطالعې په دوره کې د اونۍ يوه ورځ د خپو تېرو درسونو بيا کتلو لپاره ځانګړې کړئ. له هغو وګارو شيبو څخه چې تاسو يې د ورځې په اوږدو کې لرئ بشپړه ګټه واخلئ په داسې توګه چې فارمورلونه، يادښتونه، نومونه او انځورونه وګورۍ د کتاب او درسې مطالبو پاڼې واړوۍ. دغه راز که وکولای شي د نورو څيزونو کتل هم مه هيروئ. په ورځنې پروګرام کې درسونه داسې ځای پر ځای کړئ چې تنوع يا هر ډول ولري او هڅه وکړئ چې درسې پروګرام موهم عمومې او هم ځانګړي درسونه ولري. تاسو کولای شئ چې دغه درسونه په داسې ډول مطالعه کړئ چې لومړی يو عمومي درس ولولئ او ورپسې بيا ځانکړی درس او يا کار وکړئ. که د داسي دوو کتابونو پر له پسی مطالعه چې موضوع او بحث يې يووي مطالعه کوونکی ستړی کوي له بلې خوا يې تر سره کړي مطالعه په اوبو لاهو کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040