د چين اسلامي خواړه په نړۍ کې ښه بازار لري

cri     (GMT+08:00) 2008-10-30 14:50:34
د چين د چينګ های د اسلامي خوړو او توکيو نړيوال نندارتون په مني کې ښې پايلې تر لاسه کړي چې د چينګ های ولايت د حکومت او د چين د نړيوالې سوداګرۍ د پرمخبيولو د کميټې له خوا په ګډه سره جوړ شو.په څلور ورځنۍ نندارتون کې نژدی يو لک او پنځوس زره کتوونکيو په دغه نندارتون کې ګډون وکړ. د دی ترڅنګ دېرش فعاليتونه تر سره شول چې له امله يې د ٣٦ پروژو تړونونه لاسليک شوي چې ارزښت يې دوه سوه مليونه امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی. په وروستيو کلونو کې د اسلامي خوړو او توکيو په اړه نندارتونونه په پر له پسي توګه د چين د شينجيانګ، نينګ شيا او داخلي مغوليستان او چينګ های کې جوړ شول چې له امله يې نه يوازی د چين د ملي اړينو محصولاتو بازار پرمختګ کړی بلکی بهرني سوداګران راجلب شوي دي.د اړوندې شمېرنې له مخې په نړۍ کې د اسلامي خوړو او توکيو کلنی سوداګريز ارزښت له دوه زره مليارډ امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی ،خو په وروستيو کلونو کې د چين د اسلامي خوړو صادراتي ارزښت يوازی سل مليونه امريکايی ډالره و .له دغه حالت څخه څرګنده شوی چې په نړيوال بازار کې د چين د اسلامي خوړو چارو د سيالي توان کمزوری دی او په نړيوال بازار کې د اسلامي خوړو چارو د پرمختګ امکانات زيات دي. په وروستيو دوو کلونو کې اړوندو سوداګريزو موسسو او څانګو له ځينو ولايتونو او سيمو سره يو ځای په پر له پسي توګه د اسلامي خوړو او توکيو نړيوال نندارتونونه جوړ کړي چې له امله يې د اسلامي خوړو چارو د نړيوال کېدو سويه لوړه شوې او د دغو چارو لپاره نوی فرصت برابر شوی دی. د چين د نړيوالې سوداګرۍ د پرمخبيولو د کميټې مرستيال جانګ وي وويل :د چين د اسلامي خوړو تصديو د چينګ هاي د اسلامي خوړو او توکيو د نړيوال نندارتون په أتکا سره نه يوازی د سوداګريز ارزښت د زياتوالي په برخه کې ښه پايله تر لاسه کړې بلکی د ماليزيا په شمول يې له ځينو هېوادونو سره د همکارۍ او تبادلې له لاری له دغو هېوادونو څخه په واټن ښه پېژندلی دی.هغه وويل چې د اسلامي خوړو نړيوال نندارتون له نورو هېوادونو سره د سوداګريز ارزښت پر زياتوالي او د اسلامي خوړو د معياري سيستم پر بشپړولو ښه اغيزه کړې ده.
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040