د هوي قوم د يو بزګر د شتمنېدو تجربه

cri     (GMT+08:00) 2008-11-05 20:33:57

د مني پای رارسيږي او د ونو پاڼې زيړيږي، خو د چين د شان دونګ ولايت د لياو چنګ ښار د دونګ چانګ فو سيمې د ملي کلي د نيالګيو په اډه کې يوه داسې منظره ليدل کيږي چې د ونو پاڼې يې سرې شوې دي.

د دغې اډې خاوند ځان يان جو د هوي قوم يو معمولي بزګر دی او په ځايی سيمه کې د نيالګيو د روزلو په أتکا سره شتمن شوی دی.د ده له خوا روزل شوې نيالګي د چين د لياو چنګ ښار په بازار کې پلورل کيږي او بېجينګ، شانګهای او هه بی ته هم ليږل کيږي. ده د هوي قوم يو بزګر په توګه د نيالګيو د روزلو او د اړوندې تکنالوژۍ د څېړنې په أتکا سره ځان شتمن کړی دی ، د دی ترڅنګ د ده په مشرۍ شاوخوابزګران هم شتمن شوي دي ،د ده شتمنېدو لامل اختراعات، له بازاري حالت سره بلدتيا او له نورو کسانو سره ګډه هڅه ده.

د چين د ١١ مې دورې ملی کانګرس له درېيمې غونډې وروسته ځان يان جو نژدی يو هکتار ځمکه په کرايه اخيستې چې له امله يې د غلودانو توليدي اندازه له ٣ سوو کيلو مترو څخه اوښتې ده.خو ښاغلی ځان وغوښتل چې له دغو ځمکو څخه لازياتې ګټې تر لاسه کړي، نو پرېکړه يې وکړه چې په دغو ځمکو کې د ميوو ونې کېښنوي. ده د همدی کال په مني کې د ونو له کېښنولو څخه څلويښت زره يوانه تر لاسه کړی چې ګټه يې د غلودانو له کرلوڅخه د ګټې په پرتله لسګونه چنده زياته وه.

څرنګه چې ځان يان جو د ونو له کېښنولو څخه زياتې ګټې تر لاسه کړې ، نو ژوند يې هم بدل شوی دی. دی لومړنی سړی دی چې په خپل کلي کې يې تليفون درلود او تراکتوريې اخيستې او ګرځنده تليفون يې کارولی دی. د دی ترڅنګ نوی کور يې جوړ کړی دی.

په ٢٠٠٢ کال کې ښاغلی ځان يان جو يو ځل بيا هغه خبر تر لاسه کړی چې اړوندې څانګې به د ښارونو د ښکلا لپاره زياتې پانګې واچوي، نو هغه شل نوی ډول نيالګي غوره کړی چې د ښارونو د ښکلا لپاره ګټور دی، د ده د کوششونو له امله د ده له خوا کرل شوی نيالګی ښه بازار لري.

که څه هم ځان يان جو شتمن شوی ، خو د ده په أند بايد له نورو کورنيو سره مرسته وشي او خپل کليوال يې هم شتمن شي ، نو ورپسی يې شاوخواوو وګړيو ته د فني توان روزنه ور کړه چې له امله يې زيات کسان هم شتمن شوي دي.

په ٢٠٠٣ کال کې د هوي قوم د بل کلي د ګوندي کميټې منشي ما ليانګ چونګ په تلويزيون کې د ښاغلی ځان يان جو د کيسې له اورېدو وروسته ښاغلی ځان ته له خپلو کليوالو سره د ده تجربو د شريکولو بلنه ور کړه .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040