د ون چوان د سختې زلزلې لومړی يادګاري باغ پرانيستل شو.
cri (GMT+08:00) 2008-11-12 20:24:45
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلزې له شپږو مياشتو وروسته د نوامبر په دوولسمه نېټه د دغې زلزلې لومړی يادګاري باغ د دغه ولايت په چينګ چوان ولسوالۍ کې پرانيستل شو.
وګړيو د دغه باغ د پرانيستلو په مراسمو کې تر هر څه لومړی د سختې زلزلې له امله د وژل شويو کسانو د درناوي لپاره يوه دقيقه چوپتيا غوره کړه.
د خبر له مخې، په دغه باغ کې به د علمي پلټنې يوه اډه، له زلزلې وروسته د پاتي شويو ځايونو د سيلانۍ يو سيستم او موزيم جوړ شي.