نا ينګ

cri     (GMT+08:00) 2008-12-19 22:21:16

نيول

له خوب پاڅېدل

له دمې څخه ګل کتل

بی له تاسی نه شی کېدای

سندرغاړی نا ينګ د ١٩٦٧کال د نومبر په اوه ويشتمه نېټه د چين د لياو نينګ ولايت په شن يانګ ښار کې وزېږېده.

نا ينګ له ماشومتوب څخه له سندره ويلو سره ډېره مينه درلوده. کله چې هغه په لومړی ښوونځی کې زده کړی، د زده کوونکيو د سندره ويلو په ډله کې د لارښوونکی په توګه وټاکل شوه. کله چې هغه ځوانه شوه، د دريو کلونو په نه ستومانه کېدونکو کوششونو سره د شن يانګ د سندرې او نڅا په ډله کې وشامل شوه.

١٩٨٨ کال د نا ينګ لپاره يو ډېر مهم کال و چې په هغه کال کې يې د لمر کپ د ځوانانو د سندره ويلو په سيالی کې درېيم مقام ونيوه او د زده کوونکې په توګه د مشهورې فرهنګ جوړونکې ګو جيان فن لخوا ومنل شوه. ور پسی په ١٩٩١ کال کې نا ينګ د چين د لسو تنو مشهورو سندرغاړيو په لست کې وشامله شوه.

د نا ينګ اواز ډېر ځانګړتيا لري او د مينه والو لخوا ډېر ستايل کيږی. په تېرو لسو کلونو کې نا ينګ پنځه البومونه خپاره کړي او د فلمونو ډېرې سندرې ويلې چې د اخيستونکيو تود هر کلی يې تر لاسه کړي دي. د چينايانو په اند، نا ينګ د چين په ستره برخه کې د ښځينه سندرغاړيو تر منځ لومړی ځای نيسی.


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040