سون نان

cri     (GMT+08:00) 2008-12-29 17:55:49

تاسی ژر بيرته راشه

ژغورنه

ښکلی کيسه

د مينې له امله بخښنه غوارم

سون نان په ١٩٦٩ کال کې وزېږېده چې د ده کورنۍ ټول له هنر سره مينه لري. د سون نان پلار يو وتلی سندرغاړی دی او د ده مور، مشره خور او وروڼه ټول د سندرو او نڅا په ډله کې کار کوي. نو سون نان د کورنی تر اغېزې لاندی له ماشومتوب څخه له موسيقی سره مينه پيدا کړه او د پيانو او ګيتار غږولو زده کړه يې وکړه.

خو سو نان له منځنی ښوونځی څخه تر فارغيدو وروسته په موسيقی کار نه کاوه او غوښتل يې چې له کورنۍ سره په توپير کی په بل کار بوخت شي. نو هغه يو کارکوونکی وګرځېد او د څو کلونو لپاره يې د برېښنا او ساختمانۍ چارې تر سره کولې.

تر يوې مودې وروسته د چين په ستره برخه کې مشهوره موسيقی پراخې شوې او سون نان يې ورجلب کړ. سون نان په هغه وخت کې له موسيقی سره خپله مينه اعاده کړی او خپله موخه يې بدل کړه او په سندرو ويلو يې بيا پيل وکړ. هغه په ١٩٨٧ کال کې د سکرو کان د کارکوونکيو په هنري ډله کې شامل شو. بيا په ١٩٩٠ کال کې د دا ليان د سندرو او نڅا په ډله کې شامل شو او په همدی کال کې يې خپل لومړی البوم خپور کړ او په رسمی توګه يې په هنري کار پيل وکړ.

اوس سون نان نه يوازی په چين کې بلکی په اسيا کې ډېر شهرت تر لاسه کړی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040