د چين خيريه سازمان د ون چوان ولسوالۍ د زلزلې زيان پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې په اړه د ٢٠ مليارډ يوانو په ارزښت پيسی او توکي تر لاسه کړی
د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د خيريه سازمان مشر فان باو جيون د دسمبر په ٢٩ نېټه په بېجينګ کې وويل له شمېر سره سم دغه سازمان په ٢٠٠٨ کال کې د سه چوان ولايت د زلزلې د زيانونو پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې په اړه د ٢٠ مليارډ يوانو په ارزښت نغدی او مادی بسپنې تر لاسه کړی.
ښاغلي فان باو جيون دغه خبره د سه چوان د زلزله ځپلو سيمو د بيارغونې او ژغورنې لپاره د چين د چيريه سازمان د بسپنې په اړه د تړون د لاسليک په مراسمو کې وکړه. هغه وويل په ٢٠٠٨ کال کې د دغه سازمان له خوا د منل شويو نغدی او مادي بسپنو شمېر د چين لخوا په منل شويو ټولو بسپنو کې يو پر دريمه برخه نيولی چې په پوره توګه د دغه سازمان غښتلی توان څرګندېږي.