يو چوان

cri     (GMT+08:00) 2009-01-13 17:57:38

ښکلی سمندر
سوړبخن ستا نه شم احساسولی

د يو چوان په نامه د موسيقی ډله د دوو ځلمانو لخوا جوړېږي چې چن يو فان او هو های چوان نومېږي. دغه دوه ځلميان په ١٩٧٥ کال کې زېږېدلي او د دې ډلې تر جوړولو مخکې په جلا جلا توګه د موسيقي چارو لګيا و.

چن يو فان په ١٩٩٤ کال کې په رسمي توګه د موسيقۍ په چارو پيل وکړ او په څو کلونو کې يې د نورو سندرغاړو او يو شمېر تلويزيوني درماوو لپاره سندرې جوړې کړې.

هو های چوان له ماشومتوب څخه له مقاله ليکلو سره مينه پيدا کړه او کله چې لس کلن هلک و، په ورځپاڼو او مجلو کې يې مقالې خپرې کړې. هغه په ١٩٨٦ کال کې د پيانو غږولو په زده کړې پيل وکړ او بيا په منځنی ښوونځی کې د زده کړې په ترڅ کې يې د سندرو په جوړولو هم پيل وکړ.

د ١٩٩٨ کال په جون کې دغو دوو ځلميانو د موسيقي يوه ډله جوړه کړه چې يو چوان نومېږي. په ١٩٩٩ کال کې دوی لومړي البوم خپور کړ چې د مينه والو لخوا ډېر وستايل شول او سمدلاسه يې شهرت تر لاسه کړل. ور پسی دوی په پر له پسی توګه اته البومونه خپاړه کړي چې دا ټول د مينه والو د خوښې وړ ګرځېدلی. اوس دغه ډله نه يوازې په چين کې بلکې په اسيا کې هم ډېره مشهوره ده.

 

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040