اياز پرهر

cri     (GMT+08:00) 2009-02-03 17:08:31

اياز پرهر په ١٩٧٦ ميلادې کال کې د لوګر ولايت ، محمداغې ولسولۍ په سرخ کلي کې زيږدلی دی خو ډير ژوندې يې په کابل کې تيرشوئ دی . لومړني زده کړې يې د کابل د شاه شهيد (ع) په ابتدايې ښونځي کې تر سره کړي دي . له ابتدايې زده کړو وروسته د الکتروميخانيک په تخنيکم کې چې يو مسلکې ښووځی دی شامل شو او تر دولسم ټولګې پورې يي هلته خپلي زده کړې تر سره کړې .

په کابل کې د جنګ جګړو له امله پاکستان ولاړ ، په ١٩٩٢ کال کې يې دولسم ټولګې د دوهم ځل لپاره د سيد جمال الدين افغاني په نهارې ليسه کې و لوستلو .

له هغه وروسته په ١٩٩٥ ميلادې کال کې د کانکور تر اموزينې وروسته د کابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي کې شامل او په ١٩٩٨ ميلادې کال کې د راډيو تلويږيون له څانګې فارغ شوئ دی . په کال ١٩٩٩ ميلادې کال کې د کابل تايمز په نامه له انګليسې ژبې ورځپانې سره د خبريال توګه کار پيل کړ او تر ٢٠٠٢ ميلادې کال پورې په کابل تايمز کې د اطلاعاتو د څانګې د مشر په توګه دنده تر سره کړيده . له هغه وروسته په ٢٠٠٣ ميلادې کال کې د صبح بخير او ماښام پخير په نامه له يوې نوې ازادې راډيويې خپرونې سره د پښتو خبريال په توګه کار پيل کړ .

په ٢٠٠٤ ميلادې کال د ملګرو ملتونو له ايرين له راډيو سره دپروډيسر او روزنکي په توګه په کار پيل وکړ ، چې تر ٢٠٠٧ ميلادې کال پورې له ايرين راډيو سره دنده تر سره کړيده او پدې بهير کې د افغانستان د څه پاسه لسو سيمه ايزو راډيو ګانو خبريالانو ته د خبريالي په برخه کې روزني ورکړيدي . له هغې وروسته يې د لمر او اريانا تلويزيوني شبکو سره د لنډې موده لپاره د پښتو په  ايډيټر تو ګه کار کړی دی .

د ٢٠٠٧ د اګست له مياشتې يې د ازادۍ راډيو يا د ازادې اروپا له راډيو سره د پښتو خبريال او وياند په توګه کار پيل او هلته يې تر ٢٠٠٨ ميلادې کال د اګست پورې دنده تر سره کړه . او د ٢٠٠٨ کال د اګست مياشتې راهيسې يې په چين کې د چين نړيوالې راډيو سره د پښتو ژبې د کار پوه او وياند په تو ګه پيل کار پپل کړی دی . چې د خبرنو او مضمونو د ايډيټ او د مونږ او اوريدنکي د پروګرام د وړاندې کولو دنده پر مخه بيايې .

د ژورناليزم په برخه کې په هيواد دننه او بهر کې هم لنډمهالې زده کړې تر سره کړيدي . له هيواد بهر په کال ٢٠٠٢ ميلادې کال کې د هند په پلازمينه ډيلي کې د ( IIMC) په انستيوت کې د ژورناليزم کې زده کړې کړي . په کال ٢٠٠٣ کې جنوبې کوريا ته د پرمختيا په نامه ديوې لنډ مهالې دورې لپاره سفر کړی دی .

اياز پر هر واده کړی او ماشومان هم لري . په پښتو ، درې (فارسي )، انګليسي او اردو( هندي ) ژبو رواني خبرې کولی شي . له الماني او عربي ژبو سره هم بلدتيا لري ، او س له چيني ژبې سره هم اشنا شوی دی . تل د انترنټ ، راډيو او تلويزيون له لارې د نړۍ د مهمو حالاتو او پيښو په هکله ځان خبروي . له ورزشي لوبو سره مينه لري . اوس مهال خپل ازاد ورزش دوام ورکوي او تر دې د مخه يې د تيکواندو ورزش په برخه تر تور کمربندې پورې کار کړی او د استادې درجه هم اخيستې ده.

له يو شمير ځانګړو خواوړ سره مينه لري ، لکه کباب ، پسه يخني ، قابلي . په تازه ميويو کې له انار ، کيله ، خټګی سره ډيره مينه لري . او وچې ميوې يې هم خوښيږي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040