افريقايي اورېدونکي د چين دوو غونډو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-02 11:06:23

د چين د نړيوالې راډيو د سواهيلي ژبې څانګې د ٢٠٠٩ کال د چين د دوه غونډو يعنی د يوولسم ملی ولسی کانګرس د دوهمی غونډې او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې ملی کمېټې د دوهمې غونډې له راسېدو مخکې د ليکونو له لارې په افريقا کې له خپلو اوريدونکو څخه يوه ټولپوښتنه کړې او په پايله کې هغه اوريدونکي چې عمر يې له ٣٥ کلنو څخه کم او د زده کړو کچه يې تر عالي ښوونځي ټيټه ده، هغوې هيله څرګنده کړې چې د انټرنېټ او راډيو له لارې د چين د دوو غونډو په اړه معلومات تر لاسه کړي، په تېره بيا د چين د ټولنيز ضمانت په اړه.

د تانزانيا يو اورېدونکي وويل بی وزليتوب او بی کارۍ د تانزانيا پر وړاندې لويې ننګونې دي. هغه غواړي چې په چين کې د بې کارۍ مسئلې د حل و فصل په اړه معلومات تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040