د هانکانګ استازي او غړي د چين دوو غونډو ته د لايحو او وړانديزونو وړاندی کولو لپاره تيارۍ نيسي
د سينهوا اژانس د خبر له مخې،په داسي حالت کې چې د چين د يوولسم ملي ولسي کاګرس دوهمه غونډه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمی ملی کميټی دوهمه غونډه به ژر پرانيستل شي،د هانکانګ د ځانګړي اداري سيمې استازي او غړي د څيړنې نتيجه او خپل وړانديزونه راټولوي چې د چين له سترې برخې سره د همغږۍ چټکتيا او د هيواد په مرستو له پولي بحران سره مقابله د دوی لپاره د پاملرنې وړ مسئلي دي.
د چين د ملي ولسي په کانګرس کې د هانکانګ دوو استازيو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کميټې کې د هانکانګ اويا تنو غړيو د روانې مياشتې په لومړی نيټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې خپله هيله څرګنده کړه چې د دغو دوو غونډو له لارې د هانکانګ د ټولنې حالت او د خلکو نظريې هيواد ته وړاندې کړي.دوی ډاډ لري چې د دغو دوو غونډو له لارې به د خلکو باور وهڅول شي،هانکانګ به د هيواد په مرستو له پولي بحران سره مقابله وکړي.