د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په سږنۍ کلنۍ غونډه کې به پر چين د نړيوالو سياسي او اقتصادي حالاتو د اغېزې په اړه بحث وشي.

cri     (GMT+08:00) 2009-03-02 16:35:32

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې سږنۍ کلنۍ غونډه به ژر په بېجينګ کې پرانيستل شي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او د دغه کنفرانس د يوولسمې ملي کمېټې د دوهمې کلنۍ غونډې وياند جاو جي جنګ په دې وروستيو ورځو کې د سي ار ای راډيو له خبريالانو سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په سږنۍ کلنۍ غونډه کې به د بحث محتويات نه يوازې له کورنيو مسئلو، بلکې پر چين به د نړيوالو اقتصادي او سياسي حالاتو اغېزې هم شاملې وي.

نوموړي زياته کړه چې روان کال د بېلا بېلو غړيو له خوا وړاندې شوي وړانديزونه زياتره د ملي پرمختګ او د خلکو د ژوند په اړه دي، د بېلګې په توګه له نړيوال پولي بحران سره مقابله، د کاري فرصتونو زياتوالی او کليوالو کارکوونکيو ته پاملرنه.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې سږنۍ کلنۍ غونډه به د مارچ په درېيمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي چې نهه ورځې به دوام ولري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040