د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملی کميټې غړي اقتصادي مسئلې ته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-03-02 19:55:40

د چين د نړيوالې راډيو دخبر له مخې د چين د يوولسمې دورې ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې ملی کميټې د دوهمې غونډې وياند جاو چي جنګ د مارچ په دوهمه نېټه وويل چې د همدې ورځې د غرمی تر دوولسو بجو پورې د دغې غونډې دارالانشاً د بېلا بېلو استازيو لخوا دوه سوه او پنځه شپيته وړانديزونه او لايحې تر لاسه کړي دي چې د کورنيو اړتياوو د پراخېدو او له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پياوړتيا په اړه يو شمېر مسئلې د دغو وړانديزونو او لايحومهم محتويات دی.

ښاغلي جاو په همدې ورځ د دغې غونډې په اړه په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل چې د چين مرکزي حکومت به په راتلونکو دوو کلونو کې د اقتصاد د پياوړتيا لپاره څلور زره مليارډ يوانه ولګوي. نو زياتو استازيو پر دې خبر ټينګار وکړ چې دغه پيسی بايد په جدی توګه لګول شي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040