د افريقا د هنري توکيو ټولونکی ګوه دونګ د چين او افريقا ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره کوښښ کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-03 19:10:55

ګرانو اورېدونکو، اوس په بېجينګ کې د پل په نامه په يو هنري مرکز کې يو نندارتون روان دی چې په کې څه د پاسه ٥٠٠ ښکلي افريقايی کلتوري او هنري شيان وګړيو ته د ننداری لپاره ايښودل شوی دی چې زياته برخه يې د ښاغلي ګوه دونګ له خوا برابر شوېده. اتلس کاله کيږي چې ګوه دونګ په اوګندا کې ژوند کړی او په دې موده کې يې زيات شمېر افريقايی هنري شيان راټول کړيدي. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ښاغلي ګوه دونګ په اړه ځينی معلومات وړاندی کړو.

د پل په نامه په هنري مرکز کې د لومړنی هنر او عصری ژوند تر عنوان لاندی د افريقايي هنر د عالي او نفيسو توکيو نندارتون پرانستلی شوی دی چې پکې د افريقايي هېوادونو د شاهي کورنيو او عامو وګړيو لخوا استعمال شوي موسيقي الات ، د ژوند اړتياوړ سامانونه او په مذهبي مراسمو کې کارول شوي هنري توکي نندارچيانو ته وړاندی کېږي. د دغه نندارتون طرح کوونکی ګوه دونګ وويل

( أواز ١ )

دا يو ښه فرصت دی چې زيات چينايان له افريقا سره ښه بلديت ولري. ځکه چې تاسی له نژدي څخه د هنري شيانو د کتلو له لاری د ژوند احساسات تر لاسه کړئ.

٤٥ کلن ګوه دونګ په بېجينګ کې زېږېدلی دی ، هغه د ماشومتوب په موده کې له هنر سره مينه درلوده او پخوا يی د چين له مشهور انځورګر څخه د دوديز چيني انځور زده کړې کړې. اوس دده ځينی انځورونه د بهرنيو هنري سازمانونو له خوا ټول شوي دي.

د تېری پيړۍ په اتمه لسيزه کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو له امله زيات شمېر بهرنيان د زده کړو، کار کولو او ژوند لپاره بېجينګ ته راغلل . نو ښاغلي ګوه دونګ د اوګندا په ګډون له ځينو بهرنيو زده کوونکو سره ښه اړيکې لری. د تېری پيړۍ په نهمه لسيزه کې ګوه دونګ له بهرنيو هېوادونو څخه د ليدنې لپاره د ورځپاڼې د چلونکې له دندې څخه لاس واخيست او په پايله کې په افريقا کې پاتی شو . هغه وويل ( أواز ٢ )

افريقايی وګړي د چينايانو درناوۍ کوي، دوی تل تاوده احساسات لري او له بهرنيانو سره ډېره مرسته کوي. نو هغه مهال ما هم وغوښتل چې په افريقا کې پاتی شم.

ګوه دونګ په اوګندا کې يو چيني رستورانت پرانيستلی او ورځ په ورځ مشهور کېږي. په اوګندا کې د ايټاليا ، فرانسی او بريتانيا اوسېدونکي په جلا جلا توګه دغه رستورانت ته د ډوډۍ خوړلو لپاره ورځي. بر سيره پر دی ګوه دونګ هم له کانګو، سوډان او تنزانيا څخه ليدنې کړې او په کې يی سوداګرۍ کړی ده.

له ١٨ کلونو راهيسی ګوه دونګ څه د پاسه ٥٠٠ لرغونې افريقايی کلتوري او هنري شيان راټول کړي دي. د ٢٠٠٨ کال په اګست کې د بېجينګ د اولمپيک سپورټي لوبو په وخت کې ګوه دونګ د پل په نامه له هنري مرکز سره همکاری وکړه او د لرغونې زمانې ته د ځير کتنې په نامه د حکاکی شويو لرګينو مجسمو په اړه يو نندارتون جوړ کړ. تر هغه وروسته ښاغلي ګوه دونګ د لومړنی هنر او عصری ژوند تر عنوان لاندی نوموړی نندارتون طرح کړ. دوو نندارتونونو د نندارچينانو تود هرکلی او ستاينې تر لاسه کړی دی .

ګوه دونګ په بېجينګ کې د يوې قهوه خانې خاوند هم دی چې د ٢٤٠ مربع مترو په پراخوالی کې د چين او افريقا ډول ډول کلتوري او هنري شيان ايښودل شوي دي. دده خيال دا دی چې په بېجينګ کې يو افريقايی هنري موزيم جوړ کړي. هغه وويل

( أواز ٣ )

د افريقايی هېوادونو د وګړيو په اند پر افريقا د چين اغېزه ستره ده ، دوی هيله لري چې چينايان ددوی په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي. که د افريقايی هنري شيانو د ښودلو لپاره يو موزيم جوړ شي، د چين او افريقا ترمنځ د تبادلې لپاره به ډېر ګټور وي. هيله ده چې زما دا خيال به رښتينی شي.

په وروستيو ورځو کې ګوه دونګ په چين کې د ٤٨ افريقايی هېوادونو له سفارتونو سره همکاری کړی چې د افريقا د خوراکي کلتور د نندارې لپاره اړوند فعاليتونه تر سره کړي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040