د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې کلنی غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2009-03-03 19:38:22

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې کلنی غونډه د مارچ په ٣ نېټه ماښام په بېجينګ کې پرانيستل شوه . د سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې څه د پاسه ٢٢ سوه تنه غړيو د دغې کميټې د مشر جيا چين لين هغه کلنی کاری راپوټ واوريد چې پکې يې د شمېرو او بېلګو له لاری په تېر کال کې د دغه کنفرانس کارونه بيان شوي دي. د چين دغه ډېر لوړ پوړی سياسي مشورتي کنفرانس د سياسي مشورو ، ديموکراتيکې څارنې او په سياسي چارو کې د ګډون او د خپلو نظريو د څرګندولو په برخو کې تل خپل وړانديزونه وړاندی کوي .

(اواز..........) ګرانو غړيو :زه د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ١١ مې دورې ملي کميسيون د دايمي کميټې په استازيتوب دغې غونډې ته راپوټ وړاندی کوم . مهربانی دغه راپوټ تر غور لاندی ونيول شي.

د چين سياسي مشورتي کنفرانس د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو د همکارۍ او سياسي مشورې د يوې مهمې موسسې په توګه د چين په سياسي چارو کې د سوسياليستي ديموکراسۍ د څرګندولو لپاره يوه مهمه بڼه ده. بېلا بېل ګوندونه، ډلې او د بېلا بېلو قومونو او ټولنو شخصيتونه چين په سياسي نظام کې د سياسي مشورې، ديموکراتيکې چارنې او په سياسي چارو کې د ګډون او د خپلو نظريو د څرګندولو له لاری په دولتي چارو کې ګډون کوي او خپل رول لوبوي.د چين سياسي مشورتي کنفرانس د خپلو٦٠ کلنو عملياتو له لاری يو داسی واقعيت ثابت کړی چې د چين دغه بنسټيز سياسي نظام د هېواد له مشخصاتو سره سمون لري.

په تېر کال کې د چين حکومت په بريالي توګه د هېواد په ځينو جنوبي سيمو کې د سخت باران او واورو له اورښت سره مقابله وکړه ، د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سيمو کې يې د ژغورنې کارونه تر سره کړل ، د بېجينګ د اولمپيک لوبې او د معيوبينو اولمپيک لوبې يې تر سره کړې ،د شن جو د ٧ لمبر د انسان وړونکي بيړۍ يې وتوغوله ، د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې د پلي کولو ٣٠ مه کاليزه يې ولمانځله او په جدي توګه ېې له نړيوال پولي بحران سره مقابله وکړه، نو د مشر جيا چينګ لين په أند تېر کال يو نا معمولي کال و، خو د برياليتوبونو تر لاسه کول د سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې د غړيو له خدمتونو سره تړاو لري.مشر جيا چين لين وويل :(اواز........) مونږ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په بېلا بېلو ساحو کې د مهمو مسئلو په هکله زيات ځانګړي خپل وړانديزونه او د ګوند او حکومت د تګلارې جوړولو په باب مو مساعد معلومات وړاندی کړل .مونږ تل د خلکو د ژوند په اړه مسئلو ته ډېره پاملرنه کوو چې له امله يې د خلکو هيلې څرګندې شوې او ځيني مهمې مسئلې حل شوې دي.

د معلوماتو له مخی له يو کال راهيسی د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې غړيو د څېړنې پنځه پنځوس ځانګړی عمليات تر سره کړل او څه د پاسه لس کتوونکي او څيړنيزې ډلې يې نژدی شلو ولايتونو ته وليږل او ٤٧٠٠ وړانديزونه يې وکړل چې له امله يې د هېواد د مهمو تګلارو او مسئلو په باب مشورې وشوې او د مهمو قوانينو د پلي کولو د حالاتو څارنه وشوه او پر پاملرنې وړ مسئلو د پلټنې او څېړنې پر بنسټ مشوره وشوه.

په ٢٠٠٩ کال کې د اقصاد د ثابت او چټک پرمختګ ساتل د چين د سياسي مشورتي کنفرانس دايمی کميټې د لومړی دندې په توګه او د ټولنيزې هوساينې او ثبات ساتل

د خپل مهم مسئوليت په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي جيا چين لين وويل:بايد د نړيوال پولي بحران راتلونکي حالت ته پاملرنه ، د اقتصادي پرمختګ د اړوندو تګلارو او تدبيرونو د پلي کولو د پايلو څارنه ، د خلکو ژوند ته ډېره پاملرنه وشي او د استخدام، ټولنيز ضمانت، طب ، پوهنې، کلتور، توليد او د خوړو د ډاډمنيتا په هکله خپل وړانديزونه وشي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040