بهرنی رسنۍ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنی غونډې ته پاملرنې کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-04 11:09:48
 د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د د يوولسمې ملي کميټي دوهمه عمومی غونډه د روانې مياشتې په دريېمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. له دې امله چې دغه غونډه د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې پرانيستل شوه، نو بهرنی رسنۍ دغې غونډې ته، په تېره بيا د اقتصادي پرمختګ د هڅونې او د ټولنيز ثبات د ساتنې لپاره د چين تدبيرونو ته پاملرنې کوي.

د امريکا د اسويټيد پريس اژانس په دريېمه نېټه وويل نړيوال چين ته پاملرنه کوي چې د اقتصاد د هڅونې لپاره به څه تدبيرونه ونيسي.

درويتر اژانس په خپل راپور کې وويلي د اقتصاد هڅونه  او د ټولنيز ثبات ساتنه به د چين په دوو لويو غونډو کې د بحث وړ دوه لويې ټکي وي. په دغه راپور کې د چين د ولسی سياسي مشورتی کنفرانس د ملي کمېټې د رئيس جيا چينګ لين په قول ويل شوي چې د اوسنيو اقتصادي حالاتو پر وړاندې بايد د وګړيو د ژوند د ښه والي او د ټولنې د ثبات او همغږۍ لپاره هڅې وشي.

بر سېره پردې، د جاپان، سينګاپور او روسيې خبري رسنيو هم د راپورونو په خپرولو سره د چين دوو غونډو ته خپل پام اړهولی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040