د چين نړيواله راډيو به په نهو ژبو د ملی ولسی کانګرس پرانيستونکی مراسم خپاره کړي
د چين د يوولسم ملی ولسی کانګرس دوهمه عمومی غونډه به د بيجينګ په وخت د روانې مياشتې د پنځمې نيټې د سهار په نهو بجو پرانيستل شي او لومړی وزير ون جياباو به د حکومت کاری راپور وړاندی کړي. په هغه وخت کې به د چين نړيواله راډيو په نهو ژبو دغه مراسم نړۍ ته خپاره کړي.
د سی ار ای انګليسی او چينی نړيوالې خپرونې به په ژوندی توګه دغه مراسم خپاره کړي او د سی ار ای انترنټ شبکه به په چينی، انګليسی ، جاپانی ، روسی ، فرانسوی ، المانی ، هسپانياوی ، مغولی او کوريايی ژبو په ژوندی بڼه پروګرام خپاره کړي. دا پروګرام د بيجينګ په خت د مارچ په پنځمه نيټه د سهار له نهو بجو تر دوولسو بجو پوری دی.