د چين د يوولسم ملي ولسي کاګرس د دوهمې غونډې تدارکاتي چاري پوره شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-04 16:13:09

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر وو بان ګو د روانې مياشتې په څلورمه نيټه په بېجينګ کې وويل چې د چين د يوولسم ملي ولسي کاګرس دوهمه غونډه به د روانې مياشتې په پنځمه نيټه پرانيستل شي،اوس د دغې غونډې ټولې تدارکاتي چاري په پوره توګه تر سره شوی دي.

ښاغلي وو بان ګو د دغې غونډې په مقدماتی غونډه کې يادې شوي څرګندونې وکړې.

د ټاکلي اجندا سره سم به په دغه غونډه کې د حکومتي کارونو راپورواورول شي او بحث به پرې وشي،په ٢٠٠٨کال کې به د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ پلان او د مرکزي او سيمه ايزه بودجو د پلي کولو د حالت پلټنه وشي،د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د ٢٠٠٩ کال پلان او د ٢٠٠٩ کال مرکزي بودجه به منظور شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040