د چين ملي ولسي کانګرس به د څلويښتو مليارډو يوانو په ارزښت پانګونه تر سنجش لاندې ونيسي.

cri     (GMT+08:00) 2009-03-04 16:17:49

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس دوهمې غونډې د مارچ په څلورمه نېټه خپله لومړۍ مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د دغې غونډې وياند لي جاو شينګ وويل چې د چين ملي ولسي کانګرس به د ټيټې سويې پانګونې او د تکرارې ابادۍ د مخنيوي لپاره د څلويښتو مليارډو يوانو په ارزښت پانګونه تر سنجش لاندې ونيسي او د دې څارنه به وکړي.

د چين حکومت د تېر کال په پای کې د څلويښتو مليارډو يوانو په ارزښت د اقتصادي هڅونې لايحه خپره کړه. وياند لي جاو شينګ د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې څرګنده کړه چې مرکزي حکومت بايد دغه پانګونه په مرکزي مالي بوديجه کې شامله کړي او په دې اړه بايد د ملي ولسي کانګری منظوري تر لاسه کړي. د چين د يوولسم ملي کانګرس يوه مهمه دنده په ٢٠٠٩ کال کې د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ پر پلان بحث او منظورول دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040