چين به د پولی بحران له امله له پرمختيايی هيوادونو سره مرستې کمې نه کړي
cri (GMT+08:00) 2009-03-04 16:21:04
د چين د يوولسم ملی ولسی کانګرس د دوهمې عمومی غونډې وياند لي جاو شينګ د روانې مياشتې په ٤ نيټه په بيجينګ کې يوه خبری ناسته کې وويل له دې سره سره چې نړيوال پولی بحران مخ پر سختيدو دی، له پرمختيايی هيوادونو سره د چين مرستې نه دی کمې شوې او له دوی سره د همکارۍ سويه هم نه ده ټيټ شوې.
نوموړي وويل چې چين له دې امله مننه کوي چې پرمختيايی هيوادونه تل پر چين باندی ولاړ دي او په تيره بيا نړيوالې ټولنې د بيجينګ اوليمپيک لوبو او د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه له چين څخه ټينګ ملاتړ کړی دی او کوي يی.