د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې وياند د کورنيو او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ور کړل

cri     (GMT+08:00) 2009-03-04 20:07:54

د چين د ملی ولسي کانګرس کلنی نوبتی غونډه به د مارچ په ٥ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي .د روانې مياشتې په ٤ نېټه سهار د دغې غونډې وياند لي جاو شينګ په يوه خبري ناسته کې د غونډې د انجندا او د چمتوالي حالت په هکله د کورنيو او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ور کړل.

د نوموړي په وينا د چين د ملي ولسي کانګرس کلنی نوبتی غونډه به د مارچ په ٥ نېټه سهار پرانيستل شي چې اته نيمې ورځې به دوام ولري. د دغې غونډې اجندا د حکومت د کاري راپور اوريدل او سنجوش کول، د پلانونو او د بوديجې راپوټونو غور کول او منظورول او د ملي ولسي کانګرس د دايمی کميټې د کاري راپور اوريدل او سنجش کول دي.

د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې به دغه غونډه تر سره شي .د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د ساتلو لپاره د تېر کال په پای کې د چين حکومت د څلور زره مليارډو يوانو په ازرښت د اقتصاد د تحريکولو په اړه يوه لايحه وړاندی کړه .ځينو خبريالانو دا پوښتنه درلوده چې أيا دغه لايحه به د ملي ولسي کانګرس يا د دغه کانګرس د دايمی کميتې له خوا منظور شي او د چين ملی ولسي کانګرس به په څه ډول د ټيټې کچې د پانګونې او د تاسيساتو د مکررې جوړونې د څارنې رول ولوبوي؟ لی جاو شينګ وويل : (اواز..........) د څلورو زرو مليارډو يوانو په ارزښت پانګونه دا ده چې د چين مرکزی حکومت به په راتلونکيو دوو کلونو کې د يو زر او يو سل او اتيا مليارډو يوانو د پانګونې له لاری د سيمه ايزو حکومتونو او ټولنې

پر پانګونو وهڅوي. د مرکزي حکومت پانګونه بايد په مرکزي بوديجه کې شامل شي او د منظورۍ لپاره به د چين ملی ولسي کانګرس ته به وړاندی شي.د يوولسمې دورې ملی ولسي کانګرس د دوهمې غونډې مهمه اجندا په ٢٠٠٩ کال کې د ملی اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د پلان او د مرکزي بوديجې څارل او منظورول دي .دغه غونډه به په جدي توګه د نوموړي پلان او بوديجې څارنه وکړي او د ملی ولسي کانګرس د دايمی کميټې په څارونکيو کارونو کې به د دغه پلان او بوديجې د پلي کولو څارنه پياوړی کړي.

د چين ملی ولسي کانګرس د چين ډېر لوړ پوړی واکمني اداره او قانون جوړونکی موسسه ده . ښاغلي لي جاو شينګ وويل د چين ملی ولسی کانګرس په علمی ميتود او ديموکراتيکو لارو چارو د قوانينو پر جوړولو د ټينګارولو په برخه کې خپل زيات پرمختګونه کړي دي. د روان کال د جنورۍ تر پايه پوری د اوسنيو اعتبار وړ قوانينو شمېر دوه سوه او يو دېرش ته رسيدلی، د چين ځانګړی سوسياليستي قانوني سيستم په بنسټيزه توګه جوړ شوی ،د اداري واکونو څارنه په پر له پسی توګه پياوړی شوې ، په عدلي برخه کې عدالت په ښه توګه ساتل شوی او د محاکمې او چارنوالۍ نظامونه چې د هېواد له مشخصاتو سره سمون لري، ورځ په ورځ بشپړيږي.

په همدی وخت کې د لی جاو شينګ په أند د چين د سياسي نظام په هغو اصلاحاتو کې څرګندې پايلې تر لاسه شوې چې د چين له مشخصاتو او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له غوښتنې سره سمون لري. هغه وويل (اواز..........) مونږ تل دا نظر لرو چې د ديموکراسۍ د موجوديت نه غير سوسياليستی عصری کيدنه نه واي.خو زمونږ اصلاحات هغه اصلاحات نه دی چې د لويديځو هېوادونو د ځينو سياستوالو

له غوښتنې سره سمون نه لري.زمونږ اصلاحات د چين د ځانګړي سوسياليزم د ځاني بشپړتيا او پرمختګ لپاره تر سره کيږي.

هغه وويل : د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د نوي حالت په پرتله د چين د سياسي نظام اصلاحات بايد نور هم بشپړ شي.

د هغې پوښتنې په ځواب کې چي أيا نړيوال پولي بحران به له نورو هېوادونو سره د چين پر مرستو اغيزه وکړي؟ لی جاو شينګ وويل چې پر پرمختيايی هېوادونو د نړيوال پولي بحران د منفی اغيزو د زياتېدو په حال کې چين له پرمختيايی هېوادونو سره يووالی او همکارۍ ته ډېر ارزښت ور کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040