د چين مشرانو د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د کلنې غونډې په بحثونو کې ګډون درلود.
cri (GMT+08:00) 2009-03-04 20:15:17
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګوو چيانګ او جو يونګ کانګ په ګډون د چين مشرانو د مارچ په څلورمه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملی کميټې د کلنی غونډې په ډله ايزو بحثونو کې ګډون درلود.
ښاغلي شي جينګ پينګ د هانګ کانګ او مکاو د غړيو په ډله ايز بحث کې وويل د هانګ کانګ او مکاو د خاصی اداري حکومتونه او ټولنې د هېواد د ملاتړ پر بنسټ توان لري چې له نړيوالې پولي بحران سره مقابله وکړي او دايمی سمسورتيا او ثبات وساتي.