د چين د حکومت د پانګونې پلانونه خامخا له علمی شواهدو وروسته پلی شي.
cri (GMT+08:00) 2009-03-04 20:40:02
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په څلورمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د حکومت د پانګونې لوی او مهم پلانونه خامخا له علمی شواهدو وروسته پلی شي او خلکو ته لا زم معلومات يې وړاندی کېږي، څو چې خلک د دغو پلانونو څارنه وکړي.
صدراعظم ون جيا باو د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملی کميټې د کلنې غونډې د اقتصادی او کرنيزو ټولنو په اړه د غړيو په بحث کې وويل چې د بېلا بېلو ساحو د وړانديزونو راغونډول او علمی او ديموکراتيکی پريکړې د حکومت د لايحې د جوړولو مخکنی شرايط بلل کېږي.