هو جين تاو هيله لري چې د هېواد د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونه ټينګه اراده لري او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره کوشش وکړي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مارچ په ٤ نېټه په بېجينګ کې وويل چې روان کال د چين د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د ساتلو لپاره يو مهم کال دی ، نوهيله يی څرګنده کړه چې د هېواد د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونه ټينګه اراده ولري او په ستونزو کې شريک وی.
رئيس هو جين تاو د چين د سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کميټه کې د ديموکراتيکې ټولنې او د ديموکراسۍ دپرمخبيولو د ټولنې د غړيو په ګډې مباحثې کې د ګډون په ترڅ کې د غلودانو د ډاډمنتيا، په کليوالو سيمو کې د پوهنې د پياوړتيا او د د نويو انرژيو په کارولو سره د موټر جوړولو په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې . هغه زياته کړه چې روان کال له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې او د چين د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د ساتلو لپاره يو مهم کال دی.