بهرنيو خبري رسنيو د چين دوو غونډو ته پاملرنه کوي.
د سن هوا اژانس د خبر له مخې بهرنيو خبري رسنيو د مارچ په څلورمه نېټه په جلا جلا توګه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملی کميټې د دوهمې غونډې د پرانيستلو په اړه خبرونه ورکړل او دې ته يې پاملرنه وکړه چې چين د نړيوال پولي بحران په حالت کې د کورنيو اړتياوو د پراخولو او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره کوم تدبيرونه ونيسي.
د جاپان د اشاهې شانبون ورځپاڼې خبر ورکړ چې د دغې غونډې له خوا تر لاسه شويو زياتره وړانديزونه او لايحې د اقتصادي مسئلو په اړه دی. د سانکې شيمبون ورځپاڼې خبر ورکړ چې د نړيوال پولي بحران تر منفی اغيزې لاندې د استخدام تامينول او د ټولنيز ثبات ساتل تر ټولو ډير مهم دی. اوس د عامو پانګونو د زياتولو او د ملکي لګښتونو د هڅولو له لارې د کورنيو اړتياوو پراخول د کلی اهميت لري.