بايد د اقتصاد د ثابت او نسبتأ چټک پرمختګ ساتل د لومړۍ دندې په توګه وټاکل شي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د ملی ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوو د مارچ په ٥ نېټه په بېجينګ کې وويل چې بېلا بېل ځايونه بايد د اقتصاد د ثابت او نسبتأ چټک پرمختګ ساتل د لومړۍ دندې په توګه وټاکي.
نوموړي د ان هوي ولايت د پلاوي په سنجش کې د ګډون په ترڅ کې وويل په همدی ورځ د صدراعظم ون جيا باو په حکومتي کاري راپور کې سږنی کارونه ترتيب شوي دي، راتلونګی ګام به د دغو کارونو تر سره کول وي. بېلا بېل ځايونه بايد له سيمه ايز حالت سره سم خپل کارونه تر سره کړي، د اقتصاد د ثابت او نسبتأ چټک پرمختګ ساتل د لومړۍ دندې په توګه وټاکي او د اقتصاد د پرمخيتايی لارو چارو د بدلولو، د خلکو د ژوند د ښه والي او ضمانت او د اقتصاد او ټولنې د هر اړخيز دايمی پرمختګ لپاره ډېره هڅه وکړي.