د حکومت له کاري راپورڅخه له نړيوال پولي بحران سره پر مقابلې د چين باور او توان څرګنديږي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-05 20:25:49

د چين ډېر لوړ پوړي واکمني ادارې يعنی د چين ملی ولسي کانګرس کلنی نوبتی غونډه د مارچ په ٥ نيټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه.د چين صدراعظم ون جيا باو د مرکزی حکومت په استازيتوب د ملی ولسي کانګرس نژدی دری زره تنو استازيو ته د حکومت کاري راپور واوراوه.د نړيوال پولي بحران د پر له پسي خپريدو په حالت کې دغه راپور د واقعيتونو او شمېرو له لاری مانا لري چې د چين حکومت باور او توان لري چې له نړيوال پولي بحران سره مقابله وکړي چې اقتصاد په ثابته او چټکه توګه پرمختګ وکړي.په همدی وخت کې له دغه راپور څخه څرګنديږي چې هرڅومره چې ستونزې موجودي دي، هغومره بايد د خلکو ژوند او ټولنيزې هوساينې ته ډېره پاملرنه وکړي.

(اواز...........) په دغه راپور کې چې نژدی شل زره چيني کرکترونه لري، له نړيوالو او کورنيو اقتصادي حالاتو سره سم له پولي بحران سره مقابله او د اقتصاد د ثابت او نسبتأ چټک پرمختګ تامينول د حکومت د سږني کارونو د عمدې برخې په توګه وټاکل شو.په دی حال کې چې اوس مهال ځينی هېوادونه د پولي بحران له منفی اغيزو څخه پر ژر وتلو باندی کم باور لري او چين ته پاملرنه کوي، له دغه راپور څخه هغه مانا څرګنديږي چې د چين حکومت باور او توان لري چې له دغه پولي بحران سره مقابله وکړي.ښاغلي ون جيا باو وويل (اواز...........) د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ بنسټيزه برخه او په اوږده موده کې د ښه پرمختګ بهير نه دی بدل شوی . مونږ پوره باور او توان لري چې له ستونزو او ننګونو څخه ځان وژغورو.

دا ريښتيا ده چې د چين د حکومت باور هم په تېر کال کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له تر لاسه شويو پايلو څخه راغلی دی. د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د ورو کېدو او د سه چوان ولايت د سختې زلزلې د منفي اغيزو په وړاندی د چين اقتصاد لا هم ثابت او چټک پرمختګ ساتلی دی. تېر کال د چين د کورنيو توليداتوعمومی ارزښت له دېرش زره مليارډو يوانو څخه اوښتی چې د وړم کال په پرتله په سلو کې ٩ زيات شوی دی. د تېر کال په پيل کې په حکومتي کاري راپور کې ټاکل شوی بېلا بېلې پرمخيتايی موخې په بنسټيزه توګه تر سره شوې.

د چين د باور د رامنځته کېدو بل لامل دا دی چې د چين حکومت د نړيوال پولي بحران د لومړی پړاو له ننګونو څخه وتلی او په پر له پسي توګه يې له دغه بحران سره د مقابلې په بهير کې مثبتې پايلې تر لاسه کړې دي. مرکزی حکومت په يو لړ ننګونو ښه پوه شوي او په وخت يې اړين تدبيرونه نيولي دي. د دی ترڅنګ دوی هم د ماليی او پيسو مساعدې تګلارې پلی کړي او د څلور زرو مليارډو يوانو په ارزښت يې د پانګونې پلان او د فولادو او موټرونو په شمول د مهمو صنايعو د تنظيمولو او سمسورولو پلان يې په چټکې سره جوړ کړی دی.ښاغلي ون جيا باو وويل (اواز.....)

دغو تدبيرونو په اقتصادي پرمختګ کې د څرګندو تضادونو د کمولو ، د باور پياوړتيا ، د وړاندوينې د ثابتېدو او د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د ساتلو لپاره مهم رول لوبولی دی.

له پولي بحران سره د مقابلې لپاره د چين د حکومت باور هم د اقتصادي پرمختګ په سږني موخې کې څرګنديږي.

که څه هم مونږ پوره باور لرو ، خو د اوسني سخت اقتصادي حالت په وړاندی د اقتصادي پرمختګ د هغې موخې تر سره کول يو اسان کار نه دی چې انډول به يې په

سلو کې ٨ ته ورسيږي.

صدراعظم ون جيا باو په دی هکله چې د چين حکومت به څنګه د ټاکلي موخې د تر سره کولو د تامينولو لپاره له سخت اقتصادي حالت او ننګونو سره مقابله وکړي او ستونزې له منځه يوسي، وويل چې د حکومت د سږني کارونو عمده برخه له نړيوال پولي بحران سره مقابله او د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ پرمخبيول دي، نو بايد د نوموړو کارونو د تر سره کولو لپاره يو لړ پلانونه پلي شي.

د چين د بېلا بېلو ځايونو او صنايعو استازي به له اجندا سره سم په اته نيمې ورځنۍ غونډه کې دغه راپور تر غور لاندی ونيسي چې د چين د پرمختګ لپاره سږنی افکاره وټاکل شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040