بايد تر وسې پوری د اقتصادي پرمختګ ، د خلکو د ژوند او د ټولنيز ثبات د تامينېدو په اړه د بېلا بېلو کارونو د تر سره کولو کوشش وشي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مارچ په ٥ نېټه په بېجينګ کې په ټينګار سره وويل چې مونږ بايد د اقتصاد د چټک او نسبتأ پرمختګ د ساتلو د لومړی دندې په توګه وټاکو او پر دی بنسټ تر وسې پوری د اقتصادي پرمختګ، د خلکو د ژوند او د ټولنيز ثبات د تامينېدو په اړه د بېلا بېلو کارونو د تر سره کولو لپاره کوشش وکړو.
د مارچ په ٥ نېټه سهار د چين د يوولسمې دورې ملی ولسي کانګرس دوهمه غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه . د چين صدراعظم ون جيا باو په دغه غونډه کې حکومتي کاري راپور واوراوه.
رئيس هو جين تاو په همدی ورځ ماښام پر دغه راپور د جيانګ سو ولايت په سنجوش کې ګډون وکړ.