د چين پولي سيستم له هيڅ ډول خطر سره مخامخ ندی
د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د نړيوال پولي بحران په حالت کې،د حکومت د پانګونې او پورونو له زياتوالي سره سره،د چين د پولي سيستم د امنيت مسئله د پام وړ ده. د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس په دوهمه غونډه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې ملي کميټي په دوهمه غونډه کې د چين د دريو لويو دولتي بانکونو مشرانو وويل چې اوس د چين پولي سيستم د امنيت په حال کې دی او پکې کوم خطر نه دی رامنځته شوی.
د چين د ولسی بانک مرستيال سو نين وويل چې په جنورۍ کې د چين د دريو لويو دولتی بانکونو د يو سل او دوه شپيته مليونو يوانو په ارزښت نوی پورونه زيات ور کړي دي. له دې څخه څرګنديږي چې د چين د بانکدارۍ چارې حياتي دي.