چين د اوږدې مودې له پلوه اوسنی بحران له منځه وړي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-06 20:04:32

چين له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د څلورو زرو مليارډو په ارزښت د اقتصادي تحريکولو په اړه پلان صادر کړ او د موټرونو، فولادو او اوسپنو د لسو لويو صنايعو د سمسورولو پلان يې جوړ کړ. په وروستيو ورځو کې د چين حکومت د کورنيو اړتياوو د زياتوالي او د خلکو د ژوند د ضمانت لپاره د ٩ سوه پنځوس مليارډو يوانو په ارزښت د ماليي بوديجې کسر وړاندی کړ. داسی ټول عمليات د اوسني بحران د له منځه وړلو لپاره تر سره شوي دي . له دغو شمېرو او تدبيرونو څخه څرګنديږي چې له دغه بحران سره د مقابلې لپاره د چين عمليات لنډمهالی نه دی او د اوږدې مودې له پلوه د چين له راتلونکي پرمختيايی ستراتيژۍ سره اړيکی لري.

د مارچ په ٥ نېټه د چين صدراعظم ون جيا باو په حکومتي کاري راپور کې وويل : د چين د اقتصاد سږنی پرمختيايی انډول به په سلو کې اته وساتل شي او په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو استخدام کېدونکيو کسانو شمېر به له ٩ مليونو تنو څخه زيات شي او د اوسيدونکيو د لګښتي بيو د زياتوالي انډول به په سلو کې ٤ وساتل شي .

شک نه شته چې د اقتصادي پرمختګ ساتل د چين د سږني حکومتي کارونو د لومړۍ دندې په توګه وټاکل شو.خو د اقتصادي پرمختګ د تامينېدو په بېلا بېلو تدبيرونو کې د کورنيو اړتياوو زياتوالی او په تېره بيا لګښتي اړتياوې د اقتصادي پرمختګ د ساتلو لپاره بنسټ دی .ټولو ته معلومه ده چې له اوږدې مودې راهيسی د چين اقتصاد تر زياتې اندازې پوری د پانګونې او صادراتو په اټکا سره پرمختګ کړی دی، خو لګښتي اړتياوې نسبتأ کمې دي .نو چين د اقتصادي پرمختګ لپاره د کورنيو اړتياوو زياتوالي ته د ډېرې پاملرنې ترڅنګ د لګښتي اړتياوو زياتوالي ته هم ډېر ارزښت ور کوي .د دغه عمل د تر سره کولو لامل نه يوازی په لنډه موده کې د اقتصاد تحريکول دي بلکی د اوږدې مودې له پلوه د پانګونې او صادارتو په أتکا سره د چين د اقتصادي پرمختګ د جوړښت ښه والی او د لګښتي انډول د لوړوالي له لاری د اقتصادي پرمختګ لپاره د پانګونې ، د لګښتونو او صاداراتو برابرو او ثابتو خدمتونو تر سره کول دي .

په تېرو دېرشو کلونو کې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون له لاری اقتصاد او ټولنې چټک پرمختګ کړی او د اقتصاد کلنی زياتوالی انډول په سلو کې ٩ زيات شوی دی . خو په دغه پرمخيتايی بهير کې زياتې مسئلې رامنځته شوي دي. په تېره بيا نړيوال پولي بحران د چين پر اقتصادي پرمختګ زياتې منفی اغيزې کوي او د جوړښت په اړه ځينی مسئلې او ژور تضادونه د دغه بحران په وړاندی څرګنديږي.

څه موده دمخه چين د لسو صنايعو د سمسورولو پلان جوړ کړی چې نه يوازی د فولادو او اوسپنو، د نفتو او کيمياوي صنعت او رنګينو فلزاتو په شمول دوديز صنايع بلکی د الکترونيکي معلوماتو او د مالونو د ليږ راليږد عصری چارې پکې شاملې دي. دغه عمل نه يوازی د پولي بحران په وړاندی د اقتصادي پرمختګ بلکی په وخت د اوسني فرصت د کارولو او د اقتصادي جوړښت د تنظيمولو لپاره تر سره کړی دی.

په وروستيو ورځو کې له پولي بحران سره د مقابلې لپاره د چين له خوا د نيول شويو تدبيرونو په منځ کې مونږ داسی حالت ليدلی چې د چين حکومت ځينی پانګه د ټولنيز ضمانت،د کليوالو سيمو د أبادۍ او د لږ عايدات لرونکيو اوسيدونکيو د عايداتو د لوړوالي لپاره اچول شوې ده. روان کال به د څه د پاسه نه سوه پنځوس

مليارډو يوانو په ارزښت د چين د مرکزي او سيمه ايزو حکومتونو د ماليې بوديجې له کسرونو څخه ګڼ شمېر بوديجه د اقتصادي پرمختګ په کمزوري بهير کې وکارول شي.

نو که څه هم څرنګه چی له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د چين نوموړی عمليات يو له بل سره اړيکی نه لري ،خو د ټول ټال له پلوه دغه عمليات د چين د ښارونو او علارقه داريو ترمنځ د برابر پرمختګ او د چين د اقتصاد او ټولنې د دايمي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره نژدی اړيکی لري چې نه يوازی د اوسني بحران د له منځه وړلو لپاره ګټور دي بلکی د اوږدې مودې له پلوه به ښې لارې چارې وي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040